پاکستان او ترکي په ستراتېژيكي اړيكو او د قومي اقتصادي شركت سلا شوي, اعلاميه

وزيراعظم شهبازم شريف د پاكستان او تركيې ترمېنځه د ستراتېژيكي اړيكو د مركزي جزو په توګه د قومي اقتصادي شركت د ودې په اهميت زور راوړے، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پېړو پخوانې اړيكې، د محبت، مينې، شريكې ژبې، كلتور او مذهبي ورثې په قوي بنيادونو ولاړې دي، پاكستان د مذاكراتو او سفارت كارې د لارې د يوكرېن د شخړې زر تر زره حل غواړي.جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تركيې صدر رجب طيب اردوان سره ملاقات وكړو. په انقره كښې صدارتي محل ته په راتګ صدر رجب طيب اردوان د وزيراعظم تود هركلې وكړو.

خارجه وزير بلاول بهټو زرداري، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د تجارت وزير سيد نويد قمر، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي، فهد حسېن او اعلٰی چارواكي هم وزيراعظم سره وو. صدارتي كمپلېكس ته په رسېدو د وزيراغظم ګارډ آف آنر سره تود هركلې وكړے شو. د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې. دواړو مشرانو يو بل سره خپل پلاوي معرفي كړل. دواړو مشرانو د پلاوو نه بغېر ملاقات وكړو او بيا د پلاوو په كچه مذاكرات وشول. وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو سږ كال ۷۵مه سالګره لمانځو.

وزيراعظم ووئيل چې دواړو هېوادونو په سخت وخت كښې تل د يو بل مرسته كړې او د دوستې دا اړيكې راتلونكو نسلونو ته منتقل شوې. ده واضحه كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو د باور، تفاهم او شريكې مرستې د لارې ځانګړې پاتې شوې دي. دواړو هېوادونو د تجارت، سرمايه كارې او د دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې په مستحكم كولو خبرې وكړې. وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د داسې ستراتېژيكي اړيكو په اهميت زور راوړ چې مركزي نقطه ئې معاشي شركت ته وده وركول وي. اعلٰی ستراتېژيكي مرسته او ستراتېژيكي اقتصادي فرېم ورك د شريكې مرستې په وده كښې مهمه ذريعه وګرځول شوه. دواړو مشرانو په ستمبر كښې د اعلٰی كچې د ستراتېژيكي مرستې په پاكستان كښې په كولو اتفاق وكړو چې دغسې په دې عمل كښې نور پرمختګ وشي.

وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په جون كال ۲۰۲۲م كښې د تركيې د تجارتي پلاوي د هركلي كولو په انتظار دے. ده د تركيې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركړه. وزيراعظم ووئيل چې هغه به باوړي كوي چې د تركيې كمپنو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركړې شي. د جمو و كشمير شخړې په اړه د تركيې د غېر متزلزل او اصولي ملاتړ په اړه وزيراعظم ووئيل چې په دې شخړه د صدر طيب اردوان دريځ كشميري او پاكستاني اولس لپاره د تقويت وړ دے. ده د دې منصفانه هڅو د تركيې د مشرتابه او اولس د ملاتړ مننه وكړه. ده په منطقه كښې او بهر امن او سلامتيا لپاره د تركيې د شركت ستائنه وكړه او د تركيې د مهمو مفاداتو په چارو ئې د پاكستان د مرستې او يووالي څرګندونه وكړه. د افغانستان په اړه شهباز شريف د تركيې انساني مرسته او تعيميري خبرې وستائيلې.

دوي زياته کړه چې پاكستان به د افغانستان د ګاونډي هېواد په حېث د اوسنيو چېلنجونو او په خاص توګه د انساني بحران صورتحال او معاشي بد حالې د چېلنج مخ نيوي لپاره مرسته كوي او د افغان اولس ملګرتيا به كوي. دواړو هېوادونو سوله ايز، مستحكم او د خوشحال افغانستان شريك اهدافو لپاره په ګډه د كار په روان ساتلو اتفاق وكړو. وزيراعظم د روسيې يوكرېن شخړې سفارتي حل لپاره په مذاكراتو كښې په سهولت د صدر طيب اردوان ستائنه وكړه او وې ئيل چې پاكستان د سفارتكارې د لارې زر تر زره د يوكرېن د شخړې حل غواړي. دواړو مشرانو د يوكرېن شخړې په نتيجه كښې پېدا شوي د خوراك تحفظ په چېلنج هم خبرې وكړې او د دې مخ نيوي لپاره ئې په اقداماتو كولو اتفاق وكړو. دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم د شپږ يادښتونو په دستوره كښې ګډون وكړو

شیئر یې کړی