نړيواله رورولي دې د افغانستان پرله پسې مرسته يقيني کړي, بلاول بهټو زرداري

د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د نړيوالې ورورولۍ او افغان عبوري حكومت ترمينځه د پرله پسې رابطو په حاجت زور راوړولو سره د جمو او كشمير په شخړه د تركيې حكومت د اصولي دريځ مننه وكړه, د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې دورې په موقع په انقره كښې د تركيې خارجه وزير ميولود چاؤش اولو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه.
د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تركيې دورې په موقع د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د تركيې خارجه وزير ميولود چاؤش اولو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو په وده خبرې وشوې۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په تود هركلي د تركيې خپل هم څنك مننه كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په مينه او احترام اډانه دي۔ دواړو خارجه وزيرانو په بېلو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه وكړه او په بېلو څانګو كښې يې د روانې مرستې جاج واخست.
بلاول بهټو زرداري ووئيل چې پاكستان د روان كال په آخر كښې په تركيه كښې د لوړې كچې سټريټجك كوآپرېشن كونسل غونډې ته سترګې په لار دې, دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه, خارجه وزيرې خپل نزدې ګاونډي هېواد او د دې نه بهر د امن او سلامتيا لپاره د تركيه مرسته وستائېله, د افغانستان په اړه خارجه وزير په افغانستان كښې د امن٬ استحكام او پرمختګ شريكو مقصدونو ترلاسه كولو لپاره په نړيوالې ورورولۍ د افغان عبوري حكومت ترمينځه د پرله پسې رابطو په ضرورت زور راوړو.
بلاول بهټو زرداري د يوكرين په بحران د تركيې د تعميري كردار ٬ خبرو اترو او سفارتكارۍ ته په وده وركولو د تركيې د خارجه وزير ذاتي هڅې هم وستائېلې, دا امر د ذكر وړ دې چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د تركيې په سركاري دوره وزيراعظم سره دے, د يوې مياشتې نه په لږه موده كښې د دواړو خارجه وزيرانو دا دوهم ملاقات وو, د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په درناوي كښې د تركيې خارجه وزير ميولود چاؤش اولو تېره شپه د ماسخوتن مېلمستيا هم وركړه.
۔