د محتسب سفارشات دې د چينۍ په ټولو څانګو لاګو كړې شي, د ولسمشر عارف علوي اېف بي آر ته امر

ولسمشر ډاکټر عارف علوي فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) ته ټېکس نېټ پراخه كولو لپاره د شوګرملز څخه په لويه كچه چينې اخستونكي غېر رجسټرډ هول سېلرز، ډيلرز او ډسټري بيوټرز دې په ټېكس نېټ كښې د راوستلو امر كولو سره وئيلي شي چې د ټېکس ادائيګي زياتولو لپاره دې د محتسب سفارشات د چينۍ په ټولو څانګو لاګو كړې شي.

د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا امر د وفاقي ټېکس محتسب احکاماتو په ضد د اېف بي آر لخوا دائر كړې شوې ۲۵ يو ډول درخواستونه ترسره كولو سره جاري كړې چې پكښې اېف بي آر ته امر شوې ٶ چې د چينۍ غېر رجسټرډ اخستونكي دې په لويه كچه په ټېكس نېټ كښې راوستې شي دغسې چې د سېلز ټېكس وصولي بهتر كړې شي, ده ووئيل په مشاهده كښې راغلي دي چې په لوے مالياتي لېن دېن كولو او اېف بي آر سره د ډېټا باوجود دا غېر رجسټرډ پرچېزر زياتره د ټېكس نېټ نه بهر دي او د ټېكس وركولو خپلې قامي ذمه وارۍ نه بچ كېږي۔ ده اېف بي آر ته امر وكړٶ چې دغه كسان دې په ټېكس نېټ كښې راوستې شي دغسې چې د سېلز ټېكس وصولي وكړې شي.

ولسمشر ووئيل د اېف بي آر فيلډ فارميشنز د غېر رجسټرډ پرچېزر معلوماتو په راغونډولو كښې الرټ نه دي، اېف بي آر د ملز په مياشتي ټېكس ګوشوارو مطمئن دې، د ډېټا جانچ پرټال نه كېږي, ده ووئيل اېف بي آر د ملز د بېنك كهاتو كښې د لېن دېن تفصيلات هم لري, صدر د اېف بي آر فيلډ فارميشنز د شوګر ملز د ډېټا په وخت د تجزيه كولو سره د اخستونكو تفصيلات ترلاسه كولې شي، دا اېف بي آر دا بې غوري د نااهلۍ او بدانتظامۍ مترادف ده, صدر ډاکټر عارف علوي اېف بي آر ته امر وكړٶ چې په ۹۰ ورځو كښې دې ټېكس محتسب ته د عملدرامد جامع رپورټ وړاندې كړې شي.

د يادونې وړ ده چې محتسب د بېلا بېلو نجي شوګر ملز څخه د چينۍ غېر رجسټرد پرچېزر په ټېكس نېټ كښې د راوستلو تحقيقات پېل كړې ٶ٬ په دې لړ كښې په رپورټ كښې وئيلي شوي دې چې شوګرملز څخه د چينۍ د سپلائرز او پرچېزر رېكارډ باجود اېف بي آر د ټېكس دائره زياتولو ته پام نه دې كړې او دوي د ډېټا تجزيه كولو او نور كسان په ټېكس نېټ كښې په شاملولو كښې پاتې راغلي دي، محتسب اېف بي آر ته امر كړې ٶ غېر رجسټرډ كسان دې په ټېكس نېټ كښې شامل كړې شي او په دې اېف بي آر د وفاقي ټيکس محتسب د امر په ضد صدر مملكت سره درخواست دائر كړې وو.

شیئر یې کړی