ټي ټي پي سره امن خبرې او پراپيګنډې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د تلپاتې امن او پرمختګ يقيني کولو لپاره که يو خوا امنيتي ادارو ګڼ شمير فوځي عمليات کړي نو ورسره سم قبائيلي اولس د جګړې له امله بې کوره شوي هم وو او دا چې قبائيلي اولس او امنيتي ادارو ګڼ شمير مالي او بدني قربانۍ هم ورکړې وې.له ډيرې مودې جګړې او قربانيو روستو نن په قبائيلي ضلعو کښې تر ډيره حده امن په ځائې شوے دے ولې په مکمله توګه امن ته اړتيا ده.
قبائيلي ضلعو کښې پرمختيائي سفر يقيني کولو او مکمل امن په ځائې ساتلو لپاره د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان مشرانو سره امن خبرې پيل کړي دي.د سرچينو ترمخه دغه امن خبرې په افغانستان کښې روانې دي چې پکښې افغان طالبان د جرګې کردار لوبوي.د دې ترڅنګ د پاکستان لخوا د ملاکنډ ډويژن ۱۶ کسيزه او د محسود قام…. کسيزه جرګه د حکومتي غړو په مرسته امن خبرو کښې شريک دي.سرچينې وائي چې د امن خبرو دوه پړاوه سرته رسيدلي دي.
امن خبرو کښې له دواړه اړخونو څه قسمه شرطونو ايښودي شوي؟يا دواړه ډلې په کومو خبرو رضا شوي؟د دې پوښتنو څه قسمه ځوابونه لا مخې ته نه دي راغلي ځکه چې په باقاعده توګه اعلاميه نه ده جاري شوې.زما په خيال د دې وجه دا کيدے شي چې امن خبرې تردې دمه روانې دي او دواړه ډلې په څه نکاتو نه دي رضا شوي.
ولې بلخو په سوشل ميډيا د ځيني فيسبوکي اکاؤنټونو او خبريالانو د فيسبوکي پاڼو نه د امن خبرو په اړه بې اساسه تفصيلات جاري شوي دي کوم چې د پاکستان حکومت او ټي ټي پي چارواکو هم رد کړي دي.د مستندو سرچينو ترمخه ټي ټي پي سره د خبرو دويم پړاؤ پيل شوے چې پکښې د ټي ټي پي لخوا غوښتنې وړاندې کړے شوي ولې د پاکستان حکومتي چارواکې وائي چې د ټي ټي پي هغه غوښتنې به منل کيږي کومې د پاکستان قام او قبائيلي اولس په خير کښې وي.
په ټويټر او فيسبوک يو شمير صارفينو يوه جعلي اعلاميه خپره کړې,د جعلي او بې اساسه اعلاميې ترمخه د ټي ټي پي بنديان به خوشې کولے شي او شپيته سلنه فوځ به په له قبائيلي ضلعو څخه بهر کيږي.د پاکستان آئين او قانون به د تحريک طالبان پاکستان غړو لپاره نشي عملي کولے.دغه شان په دې جعلي اعلاميه کښې وئيلې شوي چې ملاکنډ ډويژن کښې نظام عدل يقيني کولے شي,د تحريک طالبان کيسونه به ختموي او دغه شان ځيني نورې نکتې بيان کړے شوي دي.د دې سره سره جعلي اعلاميه کښې دا هم وئيلې شوي چې ټي ټي پي سره په ځينې نورو شرطونو لا امن خبرې دوام لري چې پکښې تحريک طالبان په خپله اساسي ډهانچه کښې ساتل,فاټا انضمام ختمول,په ډرون بريدونو بنديز شام ديدا اعلاميه په سوشل ميډيا خپره شوې ولې د پاکستان حکومت, افغان طالبانو او ټي ټي پي په ګډه رد کړے ده او وئيلي ئي دي چې امن خبرې روانې دي,نزدې ده چې کاميابۍ سره سرته ورسي.
د پاکستان او افغانستان په چارو پوهه سياستمدارو,خبريالانو او نورو پوهانو وئيلي چې د جعلي اعلاميې خپريدل دا معنا لري چې ځيني عناصر د امن خبرو په ضد دي او هڅې کوي چې د ځينو پراپيګنډو له لارې امن خبرو ته زيان ورسوي.د قبائيلي اولس لخوا امن خبرو ته تود هرکلے وئيلې شوے او په بيلا بيلو غونډو کښې ئي په جار وئيلي دي چې مونږ نور جګړه نشو زغملے,نور مالي او بدني زيان ته تيار نه يو.دوي غوښتنه کړې چې پاکستان حکومت دې په هر حال کښې امن خبرې سرته ورسوي ځکه چې مونږ هم ژوند غواړو او د هيواد نورو برخو سره څنګ په څنګ پرمختګ کول زمونږ حق دے.