ياسين ملك ته د عمر قېد سزا اورولو معامله به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل كښې پورته كولې شي, عاصم افتخار

پاکستان په غېر قانوني توګه د نظر بند كړے شوي كشميري لارښود محمد ياسين ملك ته د هندي عدالت لخوا په بې بنسټه مقدمه كښې د عمر قېد سزا اورولو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي پاكستان به دا معامله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په كونسل كښې پورته كوي, د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل حکومت محمد ياسين ملك ته په يو متنازعه او يو اړخيزه كېس كښې د عمر قېد سزا په ره د هند پرېكړه مسترد كړې ٬ د مئي په ۲۵مه نيټه په اسلام آباد كښې د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللے شوے او د هندي عدالت لخوا په يو مشكوك او د ځانه په جوړه كړې مقدمه كښې ياسين ملك ته د سزا اورولو غندنې سره ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے.
وياند ووئيل هند محمد ياسين ملك د ځان نه په جوړې كړې مقدمه كښې ګېر كړے او يو جعلي او يو اړخيزه ټرائل كولو سره ئې د کشميري قيادت په ضد د سياسي انتقام په اشتعال انګېزه كاروائۍ كښې يو ځل بيا عدليه په ناوړه توګه استعمال كړې, وياند ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د هندي عدالت لخوا په بې بنسټه كېس كښې محمد ياسين ملك ته د عمر قېد سزا په اورولو د خپل سخت غبرګژن څرګندونه كړې.
وياند عاصم افتخار ووئيل چې وزير خارجه د او آئي عمومي سېكتر حسېن براهيم طحه ته چيټۍ ليكلې چې پكښې هغه د محمد ياسين ملك سزا او د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د بشري حقونو د سنګين صورتحال نه خبر كړے شزے,خارجه وزير د حريت لارښود په ضد د ناسمه او سياسي مقاصد لپاره جوړه مقدمه كښې په سزا د تشويش څرګندونه كړې او په دې لړ كښې ئې د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره هائي كمشنر ته خط لېږلے چې مقصد ئې د هند په تسلط جمو و کشمير كښې د خطرناك صورتحال پحقله د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي, خارجه وزير بلاول بھټو هائي كمشنرې مچل بيچلټ ته دا خط په خاص توګه په دې نتاظر كښې ليكلے چې د هند واكمن كشميريان او د هغوي مشران په فشار كښې راوستلو لپاره په بې بنسټه مقدمو كښې د سزا كولو هڅې كوي.