د نېب درې كاله پوره كولو سره به بيا د نېب چيئرمېن نه شي جوړېدے، د ترميم بل منظور كړې شو

قامي اسمبلۍ د قامي احتساب بیورو (نیب) آرډیننس ۱۹۹۹ ترمیمي بل په اکثریت رایو منظور کړو.د بل ترمخه د نيب چيئرمېن د درې کلنې دورې نه پس به هغه کس بيا د نيب چيئرمېن نه شي ټاکلې .د نوي چيئرمين د ټاکلو لپاره به سلا مشورې د چيئرمين د دور له پائی ته رسیدو څخه دوه میاشتې مخکې پیل کیږي او دا پروسه باید په ۴۰ ورځو کښې سرته رسولے شي.

د بل له مخې که د وزيراعظم او اپوزيشن ليډر ترمينځ اتفاق اونه شو نو د تقررۍ معامله به پارلېماني کميټۍ ته ځي۔ پارليماني کميټي به په ۳۰ ورځو کښې د نيب چيئرمين نوم فائنل کوي.د نیب قانون د وفاقي یا صوبايي ټیکسونو معاملې د نیب له اختیار څخه لرې کوي.

د بل ترمخه د مقدمې درج کيدو نه پس به ګرفتاري ممکنه نه وي او نيب به د ګرفتارۍ نه وړاندې د کافي ثبوتونو شتون يقيني کړي.په ترمیمي بل کښې د نیب ریمانډ موده د ۹۰ ورځو نه ۱۴ ورځو ته راکمه کړے شوې ده.د ترميمي بل له مخې د احتساب عدالتونو کښې د ججانو تقرري به د درې کالو لپاره وي، د احتساب عدالت د ججانو د لرې کولو لپاره به د متعلقه هائيکورټ د چيف جسټس سره مشوره ضروري وي.

د بل ترمخه د مالي ګټې نه ترلاسه کولو په صورت کښې به د وفاقي یا صوبايي کابینې فیصلې د نیب په اختیار کښې نه راځي، په کومه پرمختیايي منصوبه یا سکیم کښې بې ضابطګۍ به د نیب په اختیار کښې نه راځي، نیب به د کومې ریګولیټري باډي په فیصلو کاروائي نشي کولے.

شیئر یې کړی