قبائيلي ضلع خيبر:د تعليم ودې لپاره ضلعي انتظاميه چمتو شوې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې حکومت, ضلعي انتظاميه او امنيتي ادارې چمتو دي چې دغه سيمو کښې تعليمي پرمختګ يقيني کړي,د دغه غرض لپاره که يو خوا ګڼ شمير تعليمي ادارې جوړې کړے شوي دي نو بلخوا ضلعي انتظاميه د غوره تعليمي نظام لپاره هم چمتو ده.

په دغه لړ کښې د ډپټي کمشنر خيبر شاه فهد په هداياتو اسسټنټ کمشنر (لنډي کوتل) ارشاد علي د ګورنمنټ پرائمري سکول رحمت الله کلي لنډي دوره کړي ده.اسسټنټ کمشنر لنډی کوتل د ښوونځی د ښوونکو او زده کوونکو سره وکتل او د زده کوونکو د تعلیمی فعالیتونو په اړه یی پوښتنې وکړې.

د دورې په مهال اسسټنټ کمشنر د طالبعلمانو انرولمنټ، د استاذانو حاضری، د سکول ودانی، په مختلفو کلاس رومونو کښي د ماشومانو تعلیمی فعالیتونو هم وکتل.په دې موقعه د دوي وينا وه چې تعليم د روښانه سباؤن ضامن دے او دغه وجه ده چې موجوده حکومت د تعليمي ودي لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

شیئر یې کړی