جنوبي وزيرستان:ګورنمنټ هائير سيکنډري سکول چګملائي کښې د کتابونو ميله تابيا شوه

د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر امجد معراج په هدايت د سروکئي سب ډويژن اسسټنټ کمشنر اعجاز اختر په ګورنمنټ هائير سکينډري سکول چګملائي کښي د کتاب ميله پرانسته اوکړه.په جنوبي وزيرستان کښي د اولني کتاب ميله د جنوبي وزيرستان د ډپټي کمشنر په شخصي شوق سره ممکنه شوه چي پکښي نيشنل بک فاونډيشن او د خيبرپښتونخوا د ځوانانو چارو محکمي د کتابونو سټالونه لګولي او يو موبائل لائبرري هم ورکړے شوې.

د جاري شوي بيان ترمخه دا پروګرام د جنوبي وزیرستان د تعلیم د څانګې لخوا راجوړ کړے شوے وو. د جنوبي وزيرستان د تعليم ضلعي افسر او د هغه افسرانو سره د مختلفو سکولونو پرنسپلانو، د سيمې مشرانو، د اميد فلاحي تنظيم غړو، خبريالانو او د سکول ماشومانو په لويه شمېره کښې ګډون او د کتاب په اهميت او د تعليم په وده کښې د خپلې مينې څرګندونه وکړه.

بيان کښې وړاندې وئيلې شوي اسسټنټ کمشنر سروکئي د نېشنل بک فاونډېشن او د ځوانانو چارو امريت د مرستې له امله مننه وکړه او د تعليم محکمې او د ښوونځيو د ادارې د زيار ستاينه يې وکړه او ويې ويل چې ضلعي اداره به په جنوبي وزيرستان کښې دا ډول مېلې ترسره کوي.د سيمې مشرانو د جنوبي وزيرستان ضلعي ډپټي کمشنر مننه وکړه او په وزيرستان کښې د امن، خوشحالۍ او د تعليم د ودې لپاره يې دعا وکړه.

شیئر یې کړی