حكومت مالي كال ۲۰۲۳ كښې د بجټ خسارې كمولو عزم لري, مفتاح اسماعيل

د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو او پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره د روانولو عزم لري. خپل ټويټ كښې د خزانې وزير ووئيل زه آئي اېم اېف سره له مذاكراتو وروستو دوحه ته رسېدلې يمه٬ تېره ورځ زمونږ د پلاوي د آئي اېم اېف ډلې سره ګټور او تعميري مذاكرات وشو.

د خزانې وفاقي وزير ووئيل په مذاكراتو كښې په فروري ۲۰۲۲ كښې په تېلو د سبسډي وركولو په شمول د مالي كال ۲۰۲۲ په مهال په مالي خسارو هم خبرې وشوې, په دې مهال د كال ۲۰۲۳ د هدفونو هم جاج واخستې شو,د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ سختې زري پالېسۍ او مالياتي استحكام مضبوطولو ته اړتيا لرؤ په دې پس منظر كښې حكومت مالي كال ۲۰۲۳ كښې د بجټ خسارې كمولو عزم لري, د خزانې وفاقي وزير ووئيل د آئي اېم اېف ډلې په تېلو او برېښنا د وركړې شوې سبسډي بېرته اخستو اهميت په ډاګه كړو كومه چې تېر حكومت آئی اېم اېف سره د كړې لوظنامې برعكس وركړې وه.

مفتاح اسماعيل ووئيل حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو او پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره د روانولو عزم لري۔ په دې مهال د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه په دوحه كښې د شويو مذاكراتو نه وروستو د خزانې وزارت لخوا په جاري كړې شوې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې پاكستانۍ ډلې په دوحه كښې د آئي اېم اېف مشن سره په اوومه جائزه مذاكرات وكړل, تر يوې اونۍ دوام لرونكې مشاورت كښی كال ۲۰۲۲ لپاره زري او مالياتي صورتحال او مالي كال ۲۰۲۳ لپاره د تجويز كړې شوي ګامونو جاج واخستې شو.

دوي زياته کړه چې آئي اېم اېف په حكومتي اقداماتو او په خاص توګه په برېښنا او تېلو د سبسډي په وركولو او د نورو خسارو د لاسه په رامخې ته شوي مالياتي او د جاري حساباتو كھاتو په صورتحال اندېښنه ښكاره كړه,د آئی اېم اېف ډلې په تېلو او برېښنا د سبسډي بېرته اخستو په اهميت زور راوړو كومه چې تېر حكومت آئی اېم اېف سره د كړې لوظنامې برعكس وركړې وه۔ بيان كښې وئيلې شوي دي چې حكومت د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو او پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره د روانولو عزم لري.

شیئر یې کړی