د ګاونډي هېواد په توګه پاكستان او ايران نزدې مرسته كوي,بلاول بهټو زرداري

د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د ايران خارجه وزير ډاكټر حسېن امير عبداللهیان سره په ډيووس كښې ليدلې دي.د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې ايران سره د ورورورلۍ اړيكو لا قوي كولو له د پاكستان خواهش څرګند كړو ۔ده په دې خبره زور راوړو چې دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستې زياتولو له پراخه ګنجائش شته كوم څخه چې دواړو له د مختلف اداره جاتي مېكانزم او نوې څانګې جديد طريقو څخه ګټه پورته كول پكار دي.

د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري سيمه كښې معاشي صوترحال ښه كولو لپاره د سيمه ايزو منډيانو زر تر زره د بشپړولو په اهميت زور راوړو۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د كشمير كاز لپاره د ايران بشپړ ملاتړ په خاص توګه د سپريم ليډر په كچه ملاتړ وستائېلو۔خارجه وزير پاكستان ته د ايران الوتكې په رالېږلو د خارجه وزير عبدالهيان مننه هم وكړه كومې چې د بلوچستان ځنګلو كښې د اور مړ كولو لپاره مرسته كړی.

د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د افغانستان صورتحال په اړه ووئيل د ګاونډي هېواد په توګه پاكستان او ايران نزدې مرسته كوي, ده په دې خبره زور راوړو چې په افغانستان كښې د امن او استحكام مقاصد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د نړيوالې ورورولۍ او عبوري افغان حكومت ترمينځه پائيدار روابط ډېر مهم دي, دغسې ايران خارجه وزير عبدالهيان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ته د ايران دورې كولو بلنه هم وركړه.

شیئر یې کړی