اليکشن كله كول دي پرېكړه به اتحادي حكومت او ايوان كوي,وزيراعطم شهباز شريف

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي عمران نيازي دې په كومه خوش فهمۍ كښې نه اوسي٬ مونږ ته ډکټېشن نشي راكولے، اليکشن كله كول دي پرېكړه به اتحادي حكومت او ايوان كوي، د صوبائي حکومت د مشر په معاونت سره ئې په وفاق بريد كړے٬ يو ټولګي يا ګوند ته د آئين نه د بغاوت حق نشي وركړے كېدے، په پاٶ كم څلورو كالو كښې عمران نيازي د كنځلو كولو نه سېوا هېڅ نه دي كړي٬ د معيشت بېړه ئې غرقه كړې٬ په ټولنه كښې ئې تقسيم در تقسيم راپېدا كړے، عدليه او ادارې بدناموي٬ د بېليون ټري سونامي ناسمه ادعا كوٶنكو په اسلام آباد كښې اونو ته اور لګولے٬ مذهب ذاتي مقاصدو لپاره د استعمالولو چې څومره غندنه وشي لږه ده.

قامي اسمبلئ ته خپله وينا کښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې عمران نيازي د وسائلو نشتوالي باوجود پټرول او د ډيزل بيعه په ټيټولو مائنونه ښخ كړي٬ د انتخابات (بدلون) بل منظورۍ سره د سپېځلي الېكشن بنياد اېښودے شوے٬ چپه كېدونكے معيشت به سنبهالوٶ٬ پاکستان عظيم هېواد جوړولو لپاره به ځان قربانوٶ٬ ياسين ملك ته په ناسمه مقدمه كښې د سزا وركولو غندنه كوٶ٬ پاکستان به د ياسين ملك سزا په ضد او د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې کشميريانو سره د خپلواكۍ حق لپاره اوږه په اوږه ولاړ وي.

وزيراعظم ووئيل د اپرېل لسمه نيټه كال ۲۰۲۲ تاريخ ساز ورځ وه٬ په وړومبي ځل د پاكستان په تاريخ كښې د آئين او قانون روح له مخې د عدم اعتماد قرارداد كامياب شوے ٬ د آئين له مخې او د ايوان په منشا او ووټونو سره نوے حكومت قائم شوے٬ نه څوك په دېوال راوړېدلي٬ نه ګرفتارۍ شوي او د پاكستان او دې ايوان عزت او توقير كښې اضافې شوې۔ ده ووئيل دا ټولې ادارې د پارلمان نه راوتې دي ٬ دا د دوي مركز دے٬ ايا يوې ډلې يا ګوند ته د ډانګو او كاڼو د لارې د آئين نه د بغاوت حق وركړے كېدے شي چې ھغوي آئين تهس نهس كړي.

دوي زياته کړه چې په ۱۱م اپرېل سوګند پورته كوٶنكي د وخت اتحادي حكومت دوه هدفونه لري٬ يو په سپېځلې ډول الېكشن كول كوم لپاره چې نن بل په ايوان كښې وړاندې كړے شوے٬ د دې بل په منظورۍ ايوان له مباركي وركوم٬ ده ووئېل د بل په منظورۍ د سپېځلي الېكسن بنياد اېښودے شوے٬ په دې د ټولو مشرانو او غړو مننه كوم٬ د سپيكر هم مننه كوم چا چې په دې بحث شروع كړے, دوېم هدف چپه كېدونكے معيشت راپورته كول دي٬ دا يو سخت كار دے خو د نړۍ تاريخ ګواه دے كله چې هم حالات سخت او چېلنجونه زيات وي نو هم په ھغه هومره قوت او خوارۍ كار كول وي او هله د حالاتو رخ بدلېدے شي٬ ده ووئېل قرآن کريم او اسوه حسنهۖ څخه هم د دې خبرې درس ترلاسه كېږي چې خوارۍ سره كار كوې نو وړاندې به ځې٬ دې هدفونو لپاره شپه او ورځ كار كوو.

وزيراعظم ووئيل ھغه مناظر اوس هم زمونږ د سترګو وړاندې دي چې د دهرنو له امله د چين صدر دوره ځنډولې شوې وه ٬ حالانکه د چين سفير هم عمران نيازي ته دا پېغام وركړے ٶ چې د چين صدر پاكستان ته راروان دے ٬ دې لپاره د دهرنې ځاے خالي كړې خو عمران انكار كړے ؤ, وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ما د كروټ پن برېښنا منصوبې دوره كړې ٬ دا د ۷۲۰ مېګاٶاټ برېښنا منصوبه ده٬ كه په كال ۲۰۱۴ كښې په دې لړ كښې په لوظنامه لاسليك شوے ؤ نو دا به يو كال وړاندې بشپړه شوې وه او پاكستان ته به ۷۰۰ مېګاٶاټ برېښنا ترلاسه شوې وه ۔ شهباز شريف ووئيل د دهرنو څخه قامي تشخص ته زيان رسېدلے ٬ كله چې مونږ د هېواد د معيشت بېړۍ راپورته كولو لپاره هڅې پېل كړي نو بيا د دهرنو او ډي چوك ته د رسېدو خبرې پېل شوي.۔

وزيراعظم ووئيل هر چا ته علم ؤ چې په ۲۵م مئي د هند ظالم او جابر واكمن عظيم کشميري ليډر ياسين ملك ته په ناسمه مقدمه كښې سزا اوروٶنكے دے٬ عمران نيازي د دې هېڅ خيال ونه ساتلو٬ په دې لړ كښې ھغه د دې ورځ نه علاوه بله ورځ هم منتخب كولې شوه٬ خو ھغه د شهيدانو او كشميريان پرواه نه لري, وزيراعظم ووئيل ياسين ملك د يوې عظيمې مور زوے دے٬ ټول ايوان د هغه د سزا كېدو غندنه كوي٬ د ده كورودانې او لور ته باور وركوم چې پاكستان به د ياسين ملك د سزا په ضد او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق سره اوږه په اوږه ولاړ وي.۔

شیئر یې کړی