مهمند:د هلال احمر لخوا درې ورځنې تربيتي ورکشاپ تابيا شو

د هلال احمر پاکستان لخوا د ريسکيو دفتر غلنۍ کښې دوه ورځنې فرسټ ایډ ټریننګ او جائنټ سیمولیشن ایکسرسائز تابيا شو چې پکښې د پي آر سي, سول ډيفنس او نورو متعلقه محکمو چارواکو ګډون کړے وو.ورکشاپ کښې ګډونوالو ته تربيت ورکړے شو چې څنګه به د ايمرجنسۍ په حالت کښې ځان محفوظ ساتي.

په دې موقع د هلال احمر ضلعي سيكرټري فوزي خان او ضلعي ايمرجنسي افسر ريسکيو افتخار احمد يوسفزي اوويل چي د دغه روزنيز كورس مقصد د ناڅاپه آفتونو سره د مقابلې لپاره د خاص ټيم جوړول دي تر څو زده كوونكو ته د هر قسمه حادثو نه بچ كولو سره مرسته وكړي. د اړتیا په صورت کښې په وخت طبي مرستې او دا روزنه د ټولنې د هر وګړي لپاره اړینه ده ترڅو دوی په شاوخوا کښې د کومې حادثې په صورت کښې سمدستي لومړنۍ مرستې چمتو کړي.

د جاري شوي بيان ترمخه د روزنيز کورس په پائی کښې د پاکستان هلال احمر د لومړيو مرستو کوارډينيټر حسيب اقبال، ضلعي سيکرټري مهمند فوزي خان، د ريسکيو ۱۱۲۲ ضلعې ايمرجنسي افسر افتخار احمد يوسفزي او ايمرجنسي افسر حيات الله خان ته سندونه ورکړل شول.

شیئر یې کړی