ډاکټر عارف علوي د ياسين ملك په سمدستي توګه د خوشي كولو غوښتنه وکړه

ولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي حريت لارښود ياسين ملك له د هندي عدالت د اړخه د دروغو په الزامات او په سياسي عزائمو اډانه ټول عمري د زندان سزا اورولو غندنه كوم،د ياسين ملك سزا په غير منصفانه او انصاف بنيادي اصولو په ضد ده, د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د افسوس څركندونې سره وئيلي دي د هند عدليې عمر له انتها خوښې هندوتوا نظريې د ګټې تحفظ کړے.

ولسمشر ډاکټر عارف علوي خپل بيان کښې وئيلي چې د هند عدالتونه د هند سياسي قيادت په وجه مسلمانانو له اِنصاف وركولو څخه انکاري دي،د هندي عدالت پريكړې د اقليتونو په اړه د هند ذهنيت په ډاګه كړے, ده ووئيل د دې پريكړې سره پاکستانے قوم او د ټولې نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو ته سخته صدمه رسيدلې.

ډاکټر عارف علوي ووئېل ياسين ملك د کشميريانو مسلمانانو حقونو لپاره هلې ځلې كړي،د کشميريانو جائز هلې ځلې د ترهه ګرۍ سره تړل سمې نه دي۔ده ووئيل د هند دې جابرانه اقدامات سره د مقبوضه جمو او کشمير د اولس عزم کمزورے كيدے نشي، کشميريان به د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو لپاره خپلې هلې ځلې رواني ساتي.

ياده دې وي چې د هند يو عدالت په غېر قانوني توګه نظر بند كړي د جمو و كشمير لېبرېشن فرنټ چيئرمېن محمد ياسين ملك ته د دروغو په يوه مقدمه كښې د عمر قېد سزا اورولې ده. د كشمير مېډيا سروس له مخې ياسين ملك په سخت امنيت كښې په عدالت كښې وړاندې كړے شو. د هند د بدنام زمانه تحقيقاتي ادارې اېن آئي اے خاص عدالت جج پرېون سنګھ د مئي په ۱۹مه نېټه ياسين ملك درې لسيزې وړاندې د دروغو په مقدمه كښې مجرم ګرځولے ؤ او د سزا ټاكنې لپاره سماعت مقرر ؤ. د هند سپريم كورټ د وړاندې نه پرېكړه كړې چې د عمر قېد مطلب دا دے چې قېدي به تاحيات په زندان كښې ساتلے شي.

شیئر یې کړی