د آئي اېم اېف او پاكستان ترمېنځه د توسيعي فنډ سهولت پروګرام د بحالې مذاكرات پائې ته رسيدلي

د آئي اېم اېف او پاكستان ترمېنځه د توسيعي فنډ سهولت پروګرام د بحالې په اړه مذاكرات پائې ته رسېدلي په كومو كښې چې د پروګرام اهداف سر كولو لپاره د مالي كال ۲۰۲۳م په بجټ كښې په پېټرول او توان د سبسډيز ختمولو پشمول په نورو جامع پاليسي اقدامات زور راوړلے شوے.

د نېتهن پورټل په مشرې كښې د آئي اېم اېف مشن سره په دوحه كښې د پاكستانو چارواكو د مئي د ۱۸مې نېټې نه تر ۲۵مې خبرې اترې وشوې. د آئي اېم اېف مشن پاكستانو چارواكو سره ډېرې ګټورې خبرې شوي چې مقصد ئحې د پالېسيو او اصلاحاتو په اړه لوظنامې ته رسېدل وو.

د سرچينو ترمخه نېتهن پورټل د خبرو اترو په پاې كښې په يو بيان كښې ووئيل د مشن خبرو په مهال ځانګړې پرمختګ شوے. د آئي اېم اېف ډله د پاكستانو وګړو په ګټه مائېكرو اكنامك استحكام باوري كولو لپاره د پاكستان حكومت په پالېسو مشاورت او مذاكرات روان ساتل غواړي.

شیئر یې کړی