د پاکستان سياسي صورتحال څخه ګټه پورته كولو لپاره د مودي په دفتر كښې د “را” خاص سېل جوړ كړې شو

د پاکستان سياسي صورتحال څخه ګټه پورته كولو لپاره د وزيراعظم مودي په دفتر كښې د هند د استخباراتي ادارې “را” خاص سېل د ادارې د مشر سمنت كمار ګوئل په مشرۍ كښې جوړ كړې شوې دې او د هند د قامي سلامتيا سلاحكار اجيت ډوول د دې سازشونو ستراتېژك لارښودنه كوي٬ د پاكستان په ضد سازشونه په نظرياتي توګه د المان د نازي سوچ اثر لرونكي د هندو انتها پسند تنظيم آر اېس اېس د لارې جاري دي٬ د آر اېس اېس د هندوتوا نظرياتو څخه متاثر د هند جنتا پارټي كال ۲۰۱۴ څخه په هند كښې په اقتدار كښې دې٬ را په ځائي كچه او ګرده نړۍ كښې پاكستان كښې عدم استحكام پېدا كولو لپاره خپلې تخريبي او ناوړه هلې ځلې ترسره كولو لپاره هر ډول چالونه كوي۔

په دې لړ كښې معتبر ذريعو كشمير ميډيا سروس ته ووئيل چې “را” په پاکستان كښې د ترهګرۍ سرپرستي كولو لپاره په افغانستان كښې ۸۷ ترهګر كېمپ چلوي, را كالعدم تحريك طالبان پاكستان ته افغانستان څخه د امريكې انخلاء نه وړاندې د لكهونو په شمېر ډالر وركړي او د دې مني ټرېل د يو اے اي حكومت سره موجود دې, د ذريعو له مخې هند پاكستان كښې د ترهګرۍ كاروائيو لپاره غېر ملكي خاوره كاروي۔ ذريعو وئيلي دي چې د هندي فوځ لېفټيننټ جنرال اپېندرا دويدي ته بلوچ ترهګرو ډلو ته د وسلې او د دې د رسد اضافي ذمه وارۍ سپارلې دي او دا مهال موصوف د هند فوځ د شمالي كمان افيسر كمانډنګ انچيف په چوكۍ تعينات دې.

د سرچينو ترمخه د هند د بهرني انټېلي جنس اېجنسۍ مجيد برېګيډ د ترهګرو ډلو تربيې لپاره د كرناټك رياست په همت نګر كلي كښې د تربيې يو كېمپ جوړ كړې دې٬ را د وړاندې نه هم د بلوچ راجي آجوئي سانګر د بېنر لاندې د ترهګر تنظيمونو كنسورشيم جوړ كړې دې او سي پېك ته زيان رسولو لپاره د را خاص سېل وېره ترخه٬ ناقلاري او غېر يقيني صورتحال پېدا كولو لپاره هدفي وژنې٬ د بمي چاٶدنو او په بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو كښې خنډان راولاړولو لپاره يو منظم كمپائن چلوي٬ هند په پاكستان كښې د مظاهرو د لارې هېواد جام كولو لپاره د متحده عرب امارات څخه مالي مرسته هم غوښتلې ده.

سرچينو انکشاف كړې دې چې تېر كال يو تنظيم د احتجاج په مهال ۳۸۰ وېټس اېف ګروپس څخه ناسم معلومات خپرول٬ په دې كښې ۷۰ فيصده نه زيات اكاٶنټس جعلي وو او دغه اكاٶنټس څخه په دې مهال څلور لكه ټويټس شوې وو۔ ذريعو ووئيل چې دا په نړيواله كچه يو تسليم شوې او ثابت شوې حقيقت دے چې هند دروغ د رياستي پاليسۍ په توګه استعمالوي

شیئر یې کړی