د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمينځ امن مذاکرات د وخت مهم ضرورت دے, قبائيلي مشران

د پيښور کور کمانډر ليفټننټ جنرل فيض حميد سره د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو,ايف آرز او نورو سيمو مشرانو او ځوانو جرګه تابيا شوه چې پکښې په ګڼ شمير پښتنو مشرانو او ځوانانو ګډون کړے وو.د جرګې مقصد د پاکستان حکومت, ټي ټي پي, امارت اسلامي افغانستان او د پاکستان هيوادوالو ته پيغام ورکول وو چې امن خبرې د وخت ضرورت دے او دا چې دغه خبرې د قبائيلي اولس په ګټه دي.

د سرچينو ترمخه جرګه کښې په ګډه پريکړه اوشوه چې د پاکستان دننه او بهر به د امن پيغام خورولے شي.د جرګې مشرانو وئيلي چې د تلپاتې امن لپاره به هڅې کولے شي چې شان صلح کاميابه شي.جرګې خواست کړے چې د پاکستان حکومت او ټي ټي پي دې د قبائيلي اولس په خاطر امن خبرې کاميابي کړي او د ډزبندۍ لاسليک دې نور هم اوغوزوي.

د جرګې مشرانو وئيلي چي دواړه ډلې دې امن خبرو ته چمتو شي ځکه چې امن د معاشي, تجارتي او سياسي خوشحالۍ سره سره د روښانه سباؤن ځانګړې لار ده.دوي په امن خبرو زور راوړو چې د نړۍ لوئي شخړې هم د خبرو د لارې حل کړے شوي او جګړه کښې د تباهۍ نه بيرته هيڅ هم نشته.

د جرګې مشرانو اميد څرګند کړے چې امارت اسلامي افغانستان به هم امن خبرو کښې خپل کردار اولوبوي او دا چې جرګه به خپلې هڅې يقيني کوي چې د قبائيلي اولس د روښانه سباؤن لپاره امن خبرې کاميابۍ سره سرته ورسي.د قبائيلي سيمو پښتنو دغه جرګه په درنو ټکو ستائيله ده.

شیئر یې کړی