د مردان ترهګرۍ مخنيوي ادارې کاروائي کړې,د ټي ټي پي ۹ مهم ترهګر اونيول شو

د خيبر پختونخوا ترهګرۍ مخنيوي ادارې (سي ټي ډي) د ترهګرۍ لويه منصوبه ناکامه کړې ده,د تفصيلاتو ترمخه د مردان ريجن د ترهګرۍ مخنيوي ادارې ته د پټو سرچينو نه اطلاع ترلاسه شوې چې ۸/۹ ترهګر په مهمند ضلع کښې د تخريب لپاره موجود دي.د اطلاع نه روستو سي ټي ډي چارواکو په سمدستي توګه کاروائي وکړه او نهه مهم ترهګر ئي خپله ولقه کښې واخستل.

د جاري شوي بيان ترمخه کامياب عملياتو کښې د مهمند اوسيدونکي محب الله، احسان الله کوم چې سي ټي ډي مردان ريجن ته د ترهګرۍ په مقدمو کښې مطلوب وو او ترهګر افتخار، سميع الله، عرفان , عصمت الله ,فرهاد علي, اشتیاق, عبدالرازق نيول شوي دي.

بيان کښې وئيلې شوي چې له نيول شويو کسانو څخه دوه ځانمرګي جيکټونه، يو کلاشينکوف، درې ميله تومانچې، يوه مجله، يو د ٩ ايم ايم تومانچې، دوه لاسي بمونه، څلور د راکټ لانچر مرمۍ او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي، چې په اړه يې مقدمه درج شوې او د تورنو کسانو څخه پلټنې پيل کړې شوي دي.

شیئر یې کړی