د عمران خان او شيخ رشيد په ضد دې قانوني کاروائي وکړے شي, مرکزي علما کونسل پاکستان

د پاکستان د علماوو مرکزي شورا د ايبټ اباد په جلسه کښې د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا د ادارو د ځورولو سخته غندنه کوي، د پخواني وزيراعظم بيان د ملک په ضد د سازش په کيټګرۍ کښې راځي، د کورنيو چارو پخوانی وزير شيخ رشيد هم پارونکي بيانونه کوي. د خپلو څرګندونو له لارې په ملت کښې د تفرقې اچولو هڅه کوي.دوي وئيلي چې څوک د وزيراعظم په څوکۍ پاتې شوي وي نو د هغه سره دا قسمه بيانونه ښه ښکاري ځکه چې دا د هيواد په ضد وي.

د پاکستان د علماو کونسل چيئرمېن صاحبزاده زاهد محمود قاسمي مرکزي سيکرټري جنرل علامه شاه نواز فاروقي نائب چيئرمېن صاحبزاده خالد محمود قاسمي, مولانا شبير احمد عثماني, مولانا حفيظ الرحمان کشميري, قاري مشتاق لاهوري مولانا ابو سفيان حنفي او حافظ مقبول احمد مولانا اعظم فاروقي د حکومت څخه غوښتنه کړې چې د عمران خان او شيخ رشيد احمد په ضد دي مقدمه درج کړے شي او قانوني کاروائي دې يقيني کړے شي ځکه چې دي سره د هيواد سلامتيا ته زيان رسي.

دوي دا غوښتنه هم کړې چې د هغو سياسي شخصيتونو، جرناليسټانو په ضد هم بايد قانوني چلند وشي، چې په خپلو تحليلونو او سياسي بحثونو او خبرو کښې بې بنياده توهين کوونکي او پارونکي څرګندونې کوي،دوي خپلو خبرو کښې دا هم ووئيل چې دا وخت پاکستان کښې د سياسي ګډوډۍ ذمه وار عمران خان دے ځکه چې دوي اولس کښې غصه, نفرت او اشغال خوروي.

شیئر یې کړی