په کينټ او فوځي چهاوڼو کښې په سياسي بيرغونو د بنديز قانون؟

د پاکستان کينټ سيمو او فوځي چهاوڼو کښې د سياسي بيرغونو پورته کولو او لګولو لپاره قانون نافذ کړے شوے کوم چې د ټول سياسي ګوندونو لپاره يو شان دے,د دغه قانون مقصد فوځي سيمې د هر قسمه سياسي هلو ځلو څخه لرې او محفوظ ساتل دي ځکه چې دغه سيمو کښې د قام محافظان موجود وي.

د قانون ترمخه يو سياسي ګوند ته هم دا اجازت نشته چې کينټ سيمو او فوځي چهاوڼو کښې خپل سياسي بيرغونو پورته کړي او نه دا چې دغه سيمو کښې څه قسمه سياسي هلې ځلې کيدے شي.بيان کښې د ټولو سياسي ګوندونو څخه غوښتنه شوې چې د دې قانون احترام يقيني کړي.

ياده دې وي چې دا وخت ګرد هيواد کښې د بهرني دښمنانو په مرسته د پاک فوځ په ضد کمپاين روان دے چې مقصد د پاکستان امنيتي ادارې تورن کول او خلکو کښې د دوي په ضد نفرت خورول دي ولې د پاکستان اولس او امنيتي ادارې چمتو دي چې دغه سازشي خلک ناکامه کړي.

شیئر یې کړی