د مردان پشمول ګرده صوبه کښې وکيلانو او مذهبي مشرانو د پاک فوځ د مرستې اعلان کړے

د پاکستان د نورو صوبو پشان په خيبر پختونخوا کښې هم سياسي, سماجي, مذهبي مشرانو او وکيلانو په جار اعلان کړے چې په هر ګام به د پاک فوځ سره خپله مرسته جاري ساتي چې دغه شان د دښمن حوصلې ماتې شي او په خپلو ناوړو ارادو کښې ناکامه شي.

په جاري شوي بيلا بيل بيانونو کښې د خيبر پختونخوا مشرانو او وکيلانو وئيلي چې پاک فوځ د هيواد د حفاظت لپاره چمتو ځواک دے او څوک هم د دوي مورال نشي کمولے.د مردان دارالعلوم حنفيه ګړهي کپوره مهتمم علامه قاضي شاه روم باچا په خپل بيان کښې وئيلي چې د پاک فوځ سره غداري کول د خپلې خاورې سپکاوې کول دي او د خپلې خاورې سپکاوې د ايمان زيان دے.دوي وئيلي چې اسلام کله هم د دې خبرې اجازت نه ورکوي چې څوک د خپل هيواد او خپلو خلکو سره غداري وکړي.دوي دا هم ووئيل چې زمونږ په ګډه ذمه واري جوړيږي چې امنيتي ادارو سره څنګ په څنګ اودريږو.

دغه شان د پيښور او مردان بار ايسوسي ايشن مشرانو هم اجتماعي بيانونه جاري کړي دي چې پکښې د پاک فوځ سره د يووالي څرګندونه شوې.د وکيلانو مشرانو په خپل بيان کښې وئيلي چې په پاک فوځ بريدونه په اصل کښې د پاکستان سلامتيا باندې بريدونه دي چې کله به هم برداشت نکړے شي.وئيلي ئي دي چې د پاکستان وکيلان به د نور اولس پشان په هر ګام د پاک فوځ سره ملاتړ کوي ځکه چې دا زمونږ وياړ دے.دوي په دښمن عناصرو غږ کړے چې خپلې ناکامه ارادې ترک کړي او د پاک فوځ بدنامۍ نه لاس واخلي ګني دوي له به اجتماعي خوله ماتې ځواب ورکولے شي.

شیئر یې کړی