د پاک فوځ په ضد نفرت خورولو په تور ۱۲ تنه نيول شوي, د ترهګرۍ مقدمې درج کړے شوي

وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) په سوشل ميډيا د ادارو په ضد د نفرت بيان خپرولو په تور د مختلفو ښارونو نه شپږ نور کسان نيولي دي، د ايف آئي اے چارواکو ترمخه په دوه ورځو کښې تر اوسه د مختلفو ښارونو نه ۱۲ کسان نيولي شوي دي او نهه مقدمې درج شوي دي. وياند وويل د ايف آئي اے لوړپوړي چارواکي پخپله د دې معاملې پلټنه کوي. يادې ټولې مقدمې د سايبر کرائم ونګ څخه د ترهګرۍ ضد څانګې ته سپارل شوي دي.

دسرچينو له مخې دغه تورن کسان دکراچۍ، لاهور، اسلام اباد، ملتان او فيصل اباد څخه نيول شوي چې تعلق يې ديو سياسي ګوند سره دى، دچارواکو په وينا د سوشل ميډيا ۲۲۰۰ اکاونټونه په ګوته شوي دي. د دغو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو څخه د ځواکونو په ضد له ۲۰۰,۰۰۰ څخه ډیر پوسټونه شوي. دا کریک ڈاؤن د سوشل میډیا د ادارو په ضد کمپاین کښې د ککړو فعالانو د پېژندګلوۍ وروستو پېل کړی شوی، چې د ملک له ګوټ ګوټ څخه د نورو نیول کېدو امکان دی.

شیئر یې کړی