ځوانان دې د كېريئر ټاكنه د سباٶن د ضرورتونو له مخې وكړي، ډاکټر عارف علوي

ولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې زده كوٶنكي دې علم ترلاسه كولو ته پام وكړي، هېواد كښې روايتي تعليم سره سره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ تعليم ته به هم وده وركول وي٬ د کيريئر کونسلنګ پحقله دستورې بايد د پاكستان په هره صوبه او هر سكول كښې وكړې شي، ځوانان دې د كېريئر ټاكنه د سباٶن د ضرورتونو له مخې وكړې شي، آئي ټي سره ځوانانو لپاره نوې موقعې رامخې ته كېږي.

د دې خيالاتو څرګندونه ولسمشر پاك چائنا سنټر كښې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزارت ترسېوري لاندې د كېريئر كونسلنګ پحقله دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه, په دستوره كښې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي سېكترې ناهيد دراني، دوهم سېكتر محي الدين واني او د بېلا بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز پشمول د تعليم پوهانو او د فېډر دائرېكټورېټ آف اېجوكېشن د ماتحت ادارو د بېلا بېلو تعليمي ادارو زده كوٶنكو په لويه شمېره كښې ګډون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل چې په دې دستوره كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده ۔ ده د دستورې په كولو د اړوند وزارت مننه وكړه.

دوي زياته کړه چې وزارت د زده كوٶنكو كونسلنګ لپاره ښه كار كړې دې، داسې پروګرام د هېواد په ټولو صوبو كښې پكار دے د دې دائره كار به زياتول وي ٬ په ماضي كښې کيريئر کونسلنګ نه ٶ٬ دې لپاره په ماضي كښې په هېواد كښې لويې شمېر زده كٶنكو د ډاكټرۍ پېشه اختيار كړه او په هېواد كښې د روغتونونو كمي او د روزګار موقعې د عدم موجودګۍ په سبب ھغوي بهر هېوادونو ته لاړل, صدر مملکت زده كوٶنكي مخاطب كولو سره ووئيل تاسو د پاكستان سباٶن يۍ، دې لپاره د علم ترلاسه كولو ته خاص پام وكړۍ، علم چې چرته ترلاسه كېدې شي حاصلول پكار دي۔ صدر ډاکټرعارف علوي ووئيل نورو ته پېغام رسولو كښې کميونيکيشن سکلز ډېر اهميت لري، كه د رښتيا لمن پرې نه ښودلې شي نو د نړۍ په هر مېدان كښې كاميابي ترلاسه كېدې شي.

ولسمشر ووئيل چي هېواد كښې د لكهونو په شمېر ماشومان تعليم ترلاسه كوي, ده ووئيل د آئي ټي په څانګه كښې تربيه شويو كسانو ته اړتيا ده, صدر مملکت زده كوٶنكو ته ووئيل چې اخلاقي تربيې ته خپل پام وګرځوۍ، د استاذانو احترام وكړۍ او د مور پلار مننه وكړۍ چا چې ستاسو پالنه او تربيه كړې ده, زده كوٶنكو بايد په ټولنه كښې د خواخوږۍ جذبه هم ولري, صدر ووئيل پاکستان چې په كوم ډول ترقي كوي د دې په نتيجه كښې به هېواد ډېر زره پرمختللې هېواد جوړ شي، زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې تعليم ته دې وده وركړې شي، ځوانان به خپل هېواد پرمختګ كوٶنكې وويني.

شیئر یې کړی