د پاکستان ړومبۍ ښځينه ايوي ايشن عکاسه, جويريه صديق

اسلام ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمن حیثیت ورکړی، څومره چې اسلام ښځې ته ورکړی، بل هیڅ دین نه دی ورکړی. هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ټاکلي دي او بل دين نه. زمونږ په ټولنه کښې د ښځو د ظلم او ستم یوازینی لامل له اسلامي لارښوونو څخه لرې والے دی، تاریخ ښودلې چې په ټولنه کښې د ښځو له مرستې پرته هیڅ ټولنه پرمختګ نشي کولی. له همدې امله وئیلی شوي چې د هر بریالي سړي تر شا باید د یوې ښځې لاس وي او د هرې بریالۍ ټولنې تر شا باید د ښځو کار او رول وي. په پاکستان کښې هم زیات شمیر ښځې په کار ګمارل شوي دي په داسې حال کښې چې ځینې داسې هم شته چې په وړو او غټه کچه د خپلو کاروبارونو په چلولو سره په قامي اقتصاد کښې خپل رول لوبوي.
د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کښې هم د نارینه وو تر څنګ ښځې هم د جرنالزم په ډګر کښې برخه لري، د زنانوو لپاره صحافت خپلول اسان کار نه دے خو په پاکستان کښې یو شمېر ښځینه صحافيانې د وېرې په ځائی زمونږ د پخوانۍ ټولنې عکاسي کړې ده. جويريه صديق هم د جرنالزم په ډګر کښې ډیری ملي او نړیوال ایوارډونه ګټلي او ټولې نړۍ ته یې د پاکستان مثبت انځور وړاندې کړی دی.جويريه صدیقي د پاکستان د ښځینه خبریالانو لپاره د رول ماډل په توګه مینه درلوده او عکس اخیستل یې پیل کړل. د ښوونځي په وختونو کښې، جویریه صدیقي په ماشومتوب کښې د ايئر شو د کتلو شوق لرلو، له مور او پلار سره به یې هوايي نندارتونونو ته تلله او هلته به یې انځورونه اخستل، د دې روستو هغوي په صحافت کښې ماسټر ډګري ترلاسه کړه او دغه شان په باقاعده ډول د انځور او خبر نړۍ ته راغله.
هاغلې جويريه صديقي د ۲۰۰۸ کال له اپرېل څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې له اے وي ټي سره د خبریال په توګه کار کړی، له هغه وروسته یې د سما ټلویزیون سره یو ځاۍی شوه او د خبریال په توګه یې بې شمېره په زړه پورې او معلوماتي خپرونې جوړې کړې، د ۲۰۱۳ کال له نومبر څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې یې د جنګ ورځپاڼې لپاره مقالې او کالمونه لیکلي دي.اکتوبر ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۰ پورې اردو نيوز او بيا د جنورۍ ۲۰۲۰ نه تر نن ورځې د دنيا ورځپاڼې لپاره ليکل کوي، د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ نه تر اوسه پورې د ترکیې راډیو او ټلویزیون کارپوریشن سره تړاو لري.جویریه صدیق مشهوره خبریاله او لیکواله ده. د هغې کتاب “سانحه آرمی پبلک سکول” د شهیدانو یادونه په دې وروستیو کښې خپاره شوي دي.
کال ۲۰۱۳ کښې جويريه صديقي د فوټو ګرافر کورس مکمل کړو او بيا ئي په کال ۲۰۱۴ کښې د عکاسۍ ايوارډ ترلاسه کړو.کال ۲۰۰۸کښې د غوره رپورټرې ايوارډ د سي ډي اے, کال ۲۰۰۹ کښې د پي آئي ايچ آر او دې کال کښې ئي د پنجاب بار کونسل نه هم د غوره رپورټنګ ايوارډ ترلاسه کړو.کال ۲۰۱۰ کښې د چائلډ ليبر په اړه غوره راپور او کال ۲۰۱۲ کښې ئي په غوره عکاسۍ ايوارډ ترلاسه کولو کښې کاميابه شوه.د جويريه صديقي ژوند کښې په دې څير يو شمير کاميابۍ شاملې دي چې پکښې د ډبليو پي ايف کال ۲۰۱۳ او دغه شان د غوره بلاګنګ ايوارډ هم شامل دے.کال ۲۰۲۰ کښې د پاکستان هوائي ځواکونو لخوا د انځور اخستلو سيالۍ تابيا شوې وې چې پکښې دوي دريم پوزيشن په خپل نوم کړو او دغه شانل کال ۲۰۲۱ کښې جويريه صديقي ته د آذربائيجان حکومت هم ايوارډ ورکړو او د هغې هنر ئي اوستائيلو.