اعلٰی تعليمي او تكنيكي ادارو له به د انساني وسيلو هرمنده كولو ته پام كول وي, ولسمشر ډاکټر عارف علوي

ولسمشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي تعليمي ادارې دې د آن لائن تعليم ودې لپاره په آئي ټي انفراسټركچر سرمايه كاري وكړي٬اعلٰی تعليمي او تكنيكي ادارو له به د انساني وسيلو هرمنده كولو ته پام لرنه كول وي چې دغه شان تيکنيکي تعليم وده بيامومي.

د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګوېجز(نمل)اسلام آباد په اړه بريفنګ اغستو په مهال كړې, ده ووئيل پاكستان د هنرمند كسانو كمي سره مخ دے٬نړۍ د آن لائن تعليم پلو تللې۔تعليمي لګښت كمولو لپاره به د آن لائن تعليمي حجم او ورچوئل كلاسز شمېره زياتول وي.

ولسمشر ډاکټر عارف علوي ووئيل د پوهنتون انتظاميه دې د معدوم كېدونكو ژبو تحفظ او بحالۍ لپاره اقدامات وكړي, دغسې په دې مهال د نمل ريكټر ميجر جنل(ر)محمد جعفر په هېواد كښې د اعلٰی تعليم په وده كښې د يونيورسټۍ كردار په اړه بريفنګ وركړو.

شیئر یې کړی