بلوچستان:د امنيتي ځواكونو په دوو كېمپونو د ترهه ګرو بريدونه شنډ كړے شو ٬د ډزو په تبادله كښې يو اهلكار شهيد شوې

په بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو په دوو كېمپونو د ترهه ګرو بريدونه شنډ كړې شوي ٬د ډزو په تبادله كښې څلور ترهه ګر مړه٬يو اهلكار شهيد شوے, د پاك فوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې ترهه ګرو د بلوچستان په دوه ځايونو پنجګور او نوشكي كښې د امنيتي ځواكونو په دوو كيمپونو د بريدونو هڅه كړې.

آئي ايس پي آر وئيلي چې په ځوابي كاروائې كښې ترهه ګرو ته لويې زيان رسولے شوے چې پكښې دوه بريدونه په كاميابۍ سره شنډ كړے شوي ٬دغسې د سختو ډزو په تبادله كښې يو اهلكار شهيد شوے, بل خوا نوشكي كښې ترهه ګرو د اېف سي په كېمپ كښې د داخلېدو هڅه كړی د كوم چې بشپړ ځواب وركړے شوے او څلور ترهه ګر وژلے شوي,د ډزو په مهال يو افسر ژوبل شوے هم دے ٬تر آخري اطلاعات وخت په وخت د ډزو لړۍ روانه وه.

ياده دې وي چې دا مهال د پاکستان حکومت په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د پاکستان فوځ ځائی په ځائی کړی دی چې تقریباً پائی ته رسېدلی دی. د ترهګرو یوه لویه برخه په بریالیتوب سره له منځه یوړل شوه او خپل انجام ته رسولې شوي دي.

ولې بلخوا د هند حکومت د معلوماتي ټیکنالوجۍ لخوا د خندا وړ راپورونه او پروپاګند، په شمول د پاکستاني خبري ویب پاڼو فوټوشاپ شوي عکسونه، د پاک فوځ د درنو تلفاتو او د چورلکې د ویشتلو په اړه د مخ د ژغورلو لپاره بې بنسټه هڅه ده.د هندوستان دغه پراپاګندو کښې د پاکستان دننه شرخوښي هم شريک دي.د پاکستان دننه شرخوښو کښې يوه لويه ډله د پختون تحفظ موومنټ ده چې د دغه بريدونو روستو ئي په امنيتي ادارو يو شمير تورونه لګولي دي.

شیئر یې کړی