د ټي ټي پي ترمينځ اختلافات زيات شوي, کمانډر رفيع الله خپلو ملګرو وژلې

د کالعدم تحریک طالبان پاکستان دیوالونه ولړزول شول، د تحریک طالبان پاکستان تر ټولو مطلوب ترهګر کمانډر رفیع الله ووژل شو، ټي ټي پي په افغانستان کښې له ستونزو سره مخ ده.د سرچينو ترمخه د ټي ټي پي تر ټولو مطلوب ترهګر کمانډر رفیع الله د واک لپاره وژل شوی، بلوڅ د ترهګرو ډلو ملاتړی وو.

سرچينې وائي ترهګر کمانډر رفیع الله له ۲۰۱۱ کال راهیسې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کښې لاس درلود، د ده دنده د ځانمرګو بریدګرو مرسته او له سیمې څخه د هغوی یو ځائی ته بل ځائی لېږدول وو. . کمانډر رفیع الله د کویټې په سول روغتون کښې د ځانمرګو بریدګرو په چمتو کولو کښې اسانتیا برابره کړې وه او د اسلام آباد سرینا هوټل ته یې د ځانمرګو بریدګرو په رسولو کښې اسانتیا برابره کړې وه.

سرچيڼي دا هم وائي چې نوموړی په پولیسو، لیویز، ایف سي او نورو قانون نافذونکو ادارو په بریدونو کښې هم لاس لرلو. د ترهه ګرۍ کمانډر میجر نعیم، انسپکټر کبیر، باز محمد آف کچلاک، ملک حاجی ګلاب، کچلاک بینک غلا او چمن کښې ایف سی باندې حملو کښې مخکښې وې. د دې نه علاوه د مختلفو ډاکټرانو تښتول، د روپو ترلاسه کول هم د ترهګر رفیع الله د ترهګریزو فعالیتونو برخه وه.

شیئر یې کړی