جنوبي وزيرستان: ايډيشنل اسسټنټ کمشنر د غيلجه چيک ډيم دوره وکړه, د تعميراتي کار جاج ئي واخست

د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر په هداياتو، ايډيشنل اسسټنټ کمشنر وانا ډاکټر صادق علي د ایس ډي او آبپاشي څانګې سره د غلجې دوره وکړه او د “غلجه چیک ډیم” سکیم معاینه ئي وکړه.د پي سي ون د لاندې د کار کیفیت معاینه شو او د پروژې سند سره سم د سکیمونو په وخت بشپړولو لپاره اړین لارښوونې ورکړل شوې.

په دې موقعه ايډيشنل اسسټنټ کمشنر صادق علي متعلقه چارواکو ته هدايات جاري کړل چې اولسي پروژو کښې به څه قسمه کمې کوتاهې نشي برداشت کولې ځکه چې دا د سيمې د پرمختګ لپاره دي, دوي ووئيل که داسې څه هم په نوټس راغلل نو سخته کاروائي به کولې شي.

ياده دې وي چې په جنوبي وزيرستان کښې د صحت, تعليم, روزګار, مواصلاتي نظام, صفا اوبو او تيکنيکي تعليم يو شمير پروژې رواني دي چې راتلونکي وختونو کښې به ځائي خلکو ته ډيره فائده ورکړي ولې د ځائي اولس هم ذمه واري جوړيږي چې دغه کاميابو پروژو کښې د حکومت مرسته يقيني کړي.

شیئر یې کړی