خيبر:ايډيشنل اسسټنټ کمشنر د ټيکنيکل او ووکيشنل سنټر ګلاب خان کلي دوره وکړه

د ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد په هدايات د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر (لنډي کوتل) اشرف الدين د ټيکنکل او ووکيشنل سنټر ګلاب خان کلے لنډي کوتل دوره اوکړه, ايډيشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدين د ووکيشنل سنټر د عملې سره وليدل او د سنټر د فعاليتونو په اړه يې پوښتنه وکړه.

اډيشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدين هم د ودانۍ، بيلابيلو کلاس رومونو دوره کړې او د حالاتو جاج يې اخستې.په دې موقعه ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ووئيل چې ځائي اولس ته هنري تعليم ورکول د حکومت په ترجيحاتو کښې شامل دي او په دغه غرض ګڼ شمير وسيلې کارولې شي.

ياده دې وي چې د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د عام تعليم سره سره تيکنيکي تعليم ته هم خصوصي توجو ورکول کيږي او په دغه غرض يو شمير تيکينکل ادارې جوړې کړې شوي دي,حکومت بيا بيا قبائيلي اولس ته خواست کوي چې هنر زده کولو لپاره له دغه ادارو څخه استفاده ترلاسه کړي.

شیئر یې کړی