پاكستان لپاره امريكا يو مهم شراكتدار دے, ډاكټر اسد مجيد خان

په امريكا كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان وئېلي دي پاكستان لپاره امريكا يو مهم شراكتدار دے٬امريكا اوس هم زمونږ تر ټولو لويه برآمدي منډۍ او د غېر ملكي ترسيلات زر ذريعه ده, ترلاسه پیغام له مخې د يونيورسټي آف ورجينيا د نړيوالو چارو څانګې تر سيوري لاندې د پاكستان او امريكې اړيكو او سوئېلي آسيا په محركات د پاكستان په نظر ويبينار ته په خپله وېنا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان د پاكستان كلتور او تهذيبي ورثه٬د هېواد زړه راښكونكي مناظر٬جيو اسټرټېجك اهميت او د جيو اكنامك وژن په ډاګه كړو.

ډاكټر اسد مجيد خان ووئيل پاكستان او امريكا د سفارتي اړيكو ۷۵مه سالګره لمانځي, د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی كچې په رابطو كښې بهتري راغلې, ده ووئيل د افغانستان په اړه د امريكې او پاكستان دريځ يو دے٬دواړه هېوادونه په افغانستان كښې امن غواړي, ده ووئيل پاكستان او امريكا غواړي چې د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد استعمال نه شي.

د پاکستان سفير دا هم ووئيل چې په افغانستان كښې تل پاتې امن لپاره اقتصادي استحكام لازمي دے, ده ووئېل په افغانستان كښې د انساني الميې مخ نيوي او د معيشت استحكام او امن لپاره به نړيواله ټولنې ته اقدامات كول وي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د امن او استحكام پشمول د جامع حكومت په اړه پاكستان او امريكا اتفاق لري.

شیئر یې کړی