بايد انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬مصنوعي ذهانت٬ آن لائن تعليم او سائبر سېكورټي ته وده وركړې شي, عارف علوي

ولسمشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان پرمختګ لپاره د ټېكنالوجۍ خلا لرې كولو ضرورت دے٬بايد انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬مصنوعي ذهانت٬آن لائن تعليم او سائبر سېكورټي ته وده وركړې شي, ده دا خبرې د نېشنل آئيډيا بينك كنفرنس د قامي مقابلو اختتامي دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې.

ولسمشر ډاكټر عارف علوي ووئيل په دې وخت كښې په پاكستان كښې د ټېكنالوجي ګېپ ډېر زيات دے, د دې لرې كولو ضرورت دے, ده ووئيل د آن لائن تعليم ګټه ټولو ته معلومه ده خو د كورونا وبا په مهال دې ته په رښتينې توګه پام لرنه شوې, ده ووئيل كوم يو هېواد چې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې څومره په تندۍ سره مخ په وړاندې لاړ شي هم دومره به په تندۍ سره پرمختګ كوي, ده ووئيل په دې څانګه كښې د زياتې سرمايه كارۍ ضرورت هم نشته ځكه چې په نړۍ كښې داسې ډېر مثالونه موجود دي.

ولسمشر ډاکټر عارف علوي ووئيل سباؤن ورچوئل ايجوكېشن سره تعلق لري او د دې عام كولو ضرورت دے,صدر ووئيل مصنوعي ذهانت د څلورم صنعتي انقلاب بنياد او د قامونو د پرمختګ سباؤن دے, ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات موجود دي٬دا څانګه په تندۍ سره د پرمختګ موقعې وركوي بايد د پاكستان ځوانان دې موقعو څخه استفاده وكړي, د دې څخه وړاندې دستورې ته د سرسيد يونيورسټۍ وائرس چانسلر جاوېد انور هم وېنا وكړه, صدر په دې موقع ځوانانو ته انعامات وركړل, د دې نه پس صدر د لګولے شوو سټالونو هم څارنه وكړه.

شیئر یې کړی