د فوجدارۍ په نظام كښې اصلاحات د قانون حكمرانۍ پلو يو لويې ګام دے٬ چوهدري فواد حسېن

د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د فوجدارۍ په نظام كښې اصلاحات د قانون حكمرانۍ پلو يو لويې ګام دے٬عدليه او وكيلان دې په فوجدارۍ قوانين او د انصاف په نظام كښې په اصلاحات عمل وكړي, د بار اېسوسي اېشن لپاره د فنډز په لار كښې خنډونه به لرې كولې شي, د وكيلانو د ستونزو نه خبر يو, د دې حل لپاره به په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي.

چودهري فواد حسين دا خبرې د مختلف بار اېسوسي اېشنز پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې, د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د وكيلانو د ستونزو نه خبر يو, د دې حل لپاره به په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي.

دوي ووئيل ځوانانو وكيلانو له به چيمبرز جوړولو لپاره د كامياب جوان پروګرام له مخې آسان قرض وركولې شي, ده ووئيل په اېسوسي اېشنز كښې په لويه شمېره د ځوانانو په ليدلو خوشحاله شوے يم, د جهلم ډسټركټ بار اېسوسي اېشن سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل جهلم موټروے سره تړلے كېږي٬د تېرو دريو كلونو په مهال جهلم لپاره د يو كهرب روپو پرمختيائي پروژې منظور كړې شوي۔ده ووئيل په جهلم كښې نورې پروژې هم روانې دي, دغسې بار اېسوسي اېشنز په وخت وركولو د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مننه وكړه

شیئر یې کړی