بلوچستان:د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو بريد كښې لس اهلكار شهيدان شو, آئي اېس پي آر

بلوچستان کښې که يو خوا د حکومت, نړيوالو ادارو او امنيتي ادارو په مرسته پرمختيائي پروژې روانې دي او د دغه صوبې تقدير بدليدونکې دے نو بلخوا د هيواد دښمنان په دې هڅو کښې دي چې د سيمې امن ته زيان اورسوي او دا چې دغه شان پرمختيائي سفر ته خنډونه جوړ کړي.

د بلوچستان په كېچ ضلع كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو په بريد كښې لس اهلكار شهيدان شوي او د سختو ډزو په تبادله كښې يو ترهه ګر مړ او ګڼ شمېر ژوبل شوي, په كليئرنس اپرېشن كښې درې ترهه ګر نيولې شوي, د پاك فوځ اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر له مخې د كېچ په سيمه كښې د ۲۵ او ۲۶ جنوري په شپه ترهه ګرو په پوسته بريد كړے چې په نتيجه كښې يې لس امنيتي اهلكار شهيدان شوي.

آئي ايس پي آر وړاندي بيان کښي وئيلي چي د ډزو په تبادله كښې يو ترهه ګر وژلے شوے او ځينې ژوبل شوي او د كليئرنس اپرېشن په مهال درې ترهه ګر نيولې شوي, په سيمه كښې كليئرنس اپرېشن روان دے, د آئي اېس پي آر وېنا ده وسله وال ځواكونه د ترهه ګرو خاتمې لپاره قوي عزم لري.

د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د بلوچستان په كېچ سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د ترهه ګرو د ډزو د پېښې سخته غندنه كولو سره د پاك فوځ اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړی, يو ټوېټ كښې ده ووئيل د پاكستان ځوانانو چې د هېواد دفاع لپاره څنګه قربانۍ وركړي ټول قام په دې وياړ لري٬ده ووئېل د كومو مئيندو زامن چې د هغوي څخه جدا شوي٬زمونږ ژړاګانې د هغوي غم نشي كمولے , ده ووئيل زمونږ د ځوانانو وينه به بې ضائع نه ځي

شیئر یې کړی