د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس د خوراک سخت کمي سره مخ دي٬ سارك چېمبر

سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری خبردارې وركړې دې چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخ كېدو ته نزدې شوې دې او د دې له نیمایي څخه زیات نفوس د خوراک سخت کمي سره مخ دي, د ملګرو ملتونو ادارو حواله وركولو سره دا خبره د سارک چېمبر صدر افتخار علی ملک د مسلم خان بنوری په مشرۍ كښې د افغان تجارانو يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د ده سره ملاقات وكړو.

دوي ووئيل جنګ ځپلې هېواد يمن چې دا مهال د خوراك كمي كوم بحران سره مخ دے د افغانستان صورتحال د هغې نه هم زيات ناوړه دې او د كانګو نه پس د خوراك عدم تحفظ دا دويم بېړنۍ او تر ټولو ناوړه وضعه ده, هغه ووئيل وخت راغلې چې نړۍ او په خاص توګه د امريكا په شمول لوئيديز هېوادونه افغانستان كښې د خوراك رسول ګړندي كولو له په فعاله توګه كار وكړي, افغانستان سره د تجارت په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان افغان تاجر ورورولۍ سره ټرانزټ ټرېډ ته وده وركولو له د وړاندې نه په ټېكسونو كښې كمې كړې دې.

د افغان اولس فوري ضرورتونه ترسره كولو له داروګان او د خوراك او مرستې نور سامان افغانستان ته لېږلې شوې دې۔ ده ووئيل د يو بي صدر زبېر طفېل ٬ عمومي سېكتر جنرل ظفر بختاوري او د اطلاعاتو سېكتر مرزا اختیار بېګ په شمول د يو بي جي نورو لارښودو ته هدايت شوې چې هغوي پېښور ٬ اسلام آباد ٬ لاهور ٬ كراچۍ او كوئټې ته د راتلونكو ټولو افغان درآمد کنندګانو او برآمد کنندګانو خیال وساتي.۔

شیئر یې کړی