کرم:اسسټنټ کمشنر د ريسکيو ۱۱۲۲ او سپورټس کمپليکس د نوو ودانيو د تعميراتي کار جاج اخستې

د ډپټي کمشنر ضلعې کرم واصل خټک په هداياتو په ضلع کښې د پرمختيائي پروژو په موثره توګه څارنه کيږي,په دغه اړه اسسټنټ کمشنر فضل ودود صافي په صده بازار کښې د ريسکيو ۱۱۲۲ او سپورټس کمپليکس د نوو ودانيو دوره وکړه او د تعميراتي کار جاج ئي واخستو. په دي موقعه د ورکس اينډ سروسز ډيپارټمنټ ايس ډي او يعقوب خان، اړوند سب انجنئير او اړونده کنټريکټر هم موجود وو.

اسسټنټ کمشنر لوئر کرم فضل ودود صافي ته هدایات ورکړل شوي چې د پرمختیايي سکیمونو په وخت سرته رسولو یقیني کړي، د غیر معیاري موادو کارولو او د معیاري موادو کارولو څخه ډډه وکړي، که نه نو د قوانینو مطابق به راپور ورکول شي.۔

ياده دې وي چې د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې پرمختيائي پروژې تندۍ سره روانې دي چې پکښې يو شمير تردې دمه پوره شوي هم دي, دغه پروژو کښي د تعليم, صحت, مواصلاتي نظام, صفا اوبو او د سوشل ويلفيئر پروژې شاملې دي

شیئر یې کړی