د ټولګډون حکومت په نامه پخوانی واکمن بیا راوستل امکان نه لري, ذبيح الله مجاهد

د امارت اسلامي افغانستان وياند ذبيح الله مجاهد نړيوالې ميډيا ته يوه مرکه کښې اووئيل چې د طالبانو او د پخوانيو واکمنو ترمينځ ټولګډون حکومت جوړولو کښي يو شمير ستونزې راپيښې دي او په داسې حال کښې دا څه قسمه امکان نه لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ناروې په اوسلو کښې د لویدیځوالو او طالبانو ترمنځ غونډو کښې له طالبانو وغوښتل شول چې باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، طالبان وايي، که د نړیوالو هدف دا وي چې پخواني چارواکي بیا راوستل شي دا امکان نه لري.

د امارت اسلامي وياند وئيلي چې ټولګډونه که په دې معني وي چې هغه کسان چې دلته شل کاله حاکمان وو، بیا واکمنۍ ته راولو، دا خو د افغانستان خلک نه غواړي، دا خو داسې غوښتنه ده، چې د افغانستان د خلکو غوښتنې خلاف ده او مونږ ته د افغانستان اولس مهم دي.

مجاهد زیاتوي که له ټولګډونه حکومته تعریف دا وي چې په حکومت کښې باید قومونه شامل شي، نو دا خبره ځکه ”سمه نه ده ” چې په وینا یې ”زمونږ په کابینه کښې ټول قومونه شته او دا چې دغه حاکمانو په تير حکومتونو کښې د افغانستان اولس له څه ورکړي دي؟

د یادونې ده چې په ناورې کښې د غونډو په مهال او د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کښې هم له طالبانو وغوښتل شول چې داسې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان په کښې ځان ویني.

د ناروې لومړي وزیر یونس سټور چارشنبه نیویارک کښې د افغانستان په اړه د امنیت شورا له غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل، د افغان طالبانو او نړۍ ترمينځ د اړیکو له عادي کېدو وړاندې اړینه ده چې دا ډله د خپل حکومت په اډانه کښې پراخ سیاسي شمولیت ته لار هواره کړي.

شیئر یې کړی