قبائيلي ضلعو کښې به ډير زر د شهيد بې نظير بهټو پوهنتون کيمپسونه جوړ کړې شي, کامران بنګش

د خيبرپښتونخوا د لوړو زده کړو وزير کامران خان بنګش وئيلي دي چي د وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښي صوبائي حکومت د زنانو تعليم او تربيت لپاره مهم ګامونه اوچت کړي دي او د زنانو فلاح د حکومت په اولو ترجيحاتو کښي دي, ښځې نه یوازې د زده کړې په ډګر کښې بلکې په ټوله نړۍ کښې د لوبو په ډګر کښې هم خپل شهرت لري.

د لوړو زده کړو وزير کامران خان بنګش د دې خيالاتو څرګندونه د پېښور د شهيد بېنظير بهټو وومن يونيورسټۍ شپږم كانووكشن كښې د خاص مېلمه په توګه د پېښور پوهنتون كانوكشن هال كښې د ګډون كولو په مهال وكړه٬ پنځه سکالرانو ته د پي اېچ ډي، ۶۰ ته د ايم فل ډګرې او ۳۹ طالب علمانو ته د سرو زرو مډالونه وركړل شول, د شهيد بېنظير بهټو وومن يونيورسټۍ د ۲ اربه روپو سرکاري منصوبې روانې دي، په ۲۰۲۱ کال کښې په ټوله صوبه کښې ۱۶ نوي کالجونه جوړ شوي او په ۲۰۲۲ کښې به د ۳۰ نه زيات کالجونه جوړ کړل شي.

په دې موقعه کامران بنګش اووئيل چې بې نظير بهټو پوهنتون د صوبې زنانوو تعليم پرمختګ کښي مهم کردار لوبوي او دا چې ډير زر به د دې کمپسونه په قبائيلي ضلعو کښي هم پرانستې شي ځکه چې د قبائيلي سيمو جينکۍ هم د اعلې تعليم ترلاسه کولو لپاره خوښي لري ولې هلته د اسانيوو کمې وو.

شیئر یې کړی