د يورپين يونين سفير او غړو د شمالي وزيرستان دوره ,په امن او پرمختيائي سفر ئي د اطمينان څرګندوه وکړه

د اروپايي اتحاديې سفير له دريو نورو سفيرانو سره د شمالي وزيرستان دوره وکړه. ډپټي کمشنر شاهد علي خان، کمانډنټ ټوچي سکاؤټس، ضلعي پوليس افسر عقيق حسين او د ايس آر ايس پي سينئر انتظاميې د هغه تود هرکلے وکړو. راغلو مېلمنو د صوبې د مرستو او بيا رغونې او له صوبائي وزير سره وکتل او د سيمې په بيا رغونه او پرمختګ کښې يې د دوی هڅې وستايلې.

صوبائي وزير محمد اقبال وزير د اروپائي اتحاديې سفير ته په وزيرستان کښي د تعليم، صحت، انفراسټرکچر، د اوبو لګولو نظام او نورو مسلو په اړه بريفنګ ورکړو او وفد د شمالي وزيرستان مشرانو سره تفصيلي ملاقات اوکړو چي خپل وړانديزونه ئي فورم ته وړاندي کړل.

جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي چې میلمنو د غلام خان بارډر دوره هم وکړه چرته چې دوی د مختلفو تحصیلونو د ټولنې غړو سره ولیدل او دوی ته یې د يورپين يونين لخوا تمویل شوي پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. ډپټي کمشنر شمالي وزيرستان کښې د روانو پرمختيائي کارونو په اړه بريفنګ ورکړو, چيف ايګزيکټيو ايس آر ايس پي مسعود الملک د اروپائي اتحاد لخوا ورکړے شوې مرستې او د هغې د ګټو جاج واخستو او شمالي وزيرستان کښې د مکمل کيدو منصوبو تفصيل هم ورکړې شو.

د شمالي وزیرستان مشرانو او ځايي خلکو په اروپايي ټولنې غږ کړې چې له شمالي وزیرستان سره دې مرستې جاري وساتي.په پائی کښې د اروپايي ټولنې سفیر له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کښې یې هم له سیمې سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړو. دوی د ښځو مهارتونو له سټالونو څخه هم لیدنه وکړه.

شیئر یې کړی