پاکستان غواړي چې د افغانستان پشمول سيمه ايز هيوادونو کښي تلپاتې امن په ځائې وي, شاه محمود قريشي

وزير شاه محمود قرېشي د آذربائيجان٬اردن٬قزاخستان او ګني خپلو همڅنګو سره ټېليفوني تماس نيولے او هغوي سره يې په دوه اړخيزه اړيكو٬افغانستان٬د مقبوضه كشمير د صورتحال پشمول په سيمه ايز او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې, د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د آذربائيجان خپل هم څنګ جيهون بيراموف سره په ټېليفون خبرې كړي.

د جاري شوي بيان ترمخه دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج اخستے او د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا مضبوطولو په طريقو ئې د خيالاتو څرګندونه او د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه تجارتي او اقتصادي روابط زياتولو له د عزم څرګندونه كړې, خارجه وزير د آذربائيجان لخوا د او آئي سي رابطه ډله كښې د مقبوضه جمو او كشمير د مظلومو كشميريانو جائز او اصولي غوښتنې د ملاتړ ستائنه وكړه.

دغسې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اردن خپل هم څنګ ايمن الصفادي سره هم ټېليفوني تماس نيولے, دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې, خارجه وزير ووئيل د پاكستان او اردن ترمينځه نزدې او ښې اړيكې موجود دي كومې چې په شريكه عقيده او يو ډول اقدار په بنياد اډانه دي.

دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه او د شريكې خوښې په سيمه ايز و نړيوالو چارو نزدې مرستې روانه ساتلو له د عزم څرګندونه كړې,د خبرو اترو په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او اردن ترمينځه د اداره جاتي روابط جائزه واخسته۔ دغس ېخارجه وزير شريكې مرستې په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو په ضرورت زور راوړے.۔

شیئر یې کړی