افغان خاوره د ترهه ګرۍ لپاره د نه كارېدلو په اړه امريكا او پاكستان په بشپړه توګه متفق دي, اسد مجيد خان

په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئېلي دي د افغانستان استحكام او افغان خاوره د ترهه ګرۍ فعاليتونو لپاره د نه كارېدلو لپاره امريكا او پاكستان په مكمل توګه متفق دي, د يونيورسټي آف ورجينيا تر سيوري لاندې د پاكستان او امريكې اړيكو او په سوئېلي آسيا كښې په سيمه ايزو محركاتو په يوه ورچوئل مباحثه كښې په خپلو خبرو كښې د پاكستان سفير ووئيل دواړه هېوادونه د يو جامع حكومت په اهميت د مېرمنو حقونو او د جينكو د تعليم پشمول د بشري حقونو په تحفظ هم متفق دي٬خو ده ووئيل په اوسني وخت كښې تر ټولو مهمه مسئله په افغانستان كښې د انساني بحران او معاشي تباهۍ مخ نيوې دے.

سفير اسد مجيد خان ووئيل په افغانستان كښې كه هر څو د انساني بحران مخ نيوي لپاره په وخت اقدامات مهم دي خو دا به يوازې د بينډ ايډ په توګه كار وكړي, په افغانستان كښې به يو پائيداره معيشت لپاره نړيوالې ټولنې ته ګڼ شمېر اقدامات كول وي, د پاكستان او امريكې اړيكو په اړه ده ووئيل دواړه هېوادونه په كال ۲۰۲۲م كښې د سفارتي اړيكو ۷۵مه سالګره لمانځي.

دوي زياته کړه چې په مقبوضه كشمير كښې صورتحال ډېر سنګين دے٬هند د مقبوضه سيمې په خلكو خپل وحشي جبر دوه چنده زيات كړے, ده ووئيل د نړيوالې ټولنې اخلاقي ذمه واري ده چې په هند د پنځم اګست ۲۰۱۹ د غېر قانوني اقداماتو بېرته اخستو لپاره فشار واچوي كوم چې د جمو او كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد دي او چې ورسره د بشري حقونو د خلاف ورزو مخ نيوې وشي او پاكستان سره خبرې پیل كړي چې دغسې د جمو او كشمير شخړه حل كړے شي, په دستوره كښې د پوښتنو او ځوابونو سېشن هم شامل وو

شیئر یې کړی