ټانک: د محسود قوم پشمول د ټول قبائيلي اولس ستونزې به په بنيادي توګه حل کولې شي, کور کمانډر پيښور

کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد د محسود قبائلي مشرانو، اسمبلئ غړو، ځوانانو او صحافيانو سره خاصه جرګه اوکړه, د کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد په ټانک کښي کيپټن سکندر شهيد قلعه کښي د دره محسود قبائيلو سره يوه جرګه اوشوه چي پکښي د محسود قبائلي مشرانو, پارليماني غړو، ځوانانو او صحافيانو ګډون اوکړو.۔

په دې موقع په جنوبي وزيرستان كښې امن و امان، بې روزګارۍ، بې دركه كسانو او نورو مهمو مسلو او د هغو د حل لپاره په اقداماتو خبرې وشوې, کور کمانډر پيښور له قومي مشرانو، د ولسي جرګې له غړو، ځوانانو او خبریالانو سره جلا جلا ناستې وکړې.هغه د محسود قوم ته ډاډ ورکړو چې ټولې ستونزې به په ګډه حل کوي.

د جرګې په مهال کورکمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد د جنوبي وزيرستان نړيوال لوبغاړي عرفان محسود لپاره په غوره کارکردګۍ د ديرش لکه روپو انعام ورکولو اعلان وکړو او دا چې دغه شان څو ورځې وړاندې د ناڅرګنده تنانو په ډزو شهيد شوي سماجي او سياسي شخصيت سردار نجيب محسود کورنۍ لپاره هم د ديرش لکه روپو ورکولو اعلان وکړو.

په دې موقعه کور کمانډر ووئيل چې سيمه کښې د تلپاتې امن لپاره د امنيتي ادارو سره سره د قبائيلي اولس هم ذمه واري جوړيږي چې د دوي سره څنګ په څنګ اودريږي,دوي اووئيل چې قبائيلي ضلعو ګڼ شمير پرمختيائي پروژې روانې دي او څوک چي د دې مخه نيسي نو د هغوي مخنيوې به يقيني کولې شي.

د جرګې نه روستو د محسود قوم مشرانو, سياسي وګړو, خبريالانو او ځوانانو د کور کمانډر خصوصي شکريه ادا کړې او وئيلي ئي دي چې امنيتي ادارې زمونږ وياړ دے, دوي سره مرسته به جاري ساتو ځکه چې دا خاوره زمونږ ده او مونږ د دې بچي يو.

شیئر یې کړی