شمالي وزيرستان:د امنيتي ځواكونو په كاروائې كښې يو ترهګر ووژل شو، درنه وسله ترلاسه شو

د پاکستان فوځ او نورې امنيتي ادارې په قبايلي ضلعو کښې د تلپاتې امن لپاره چمتو دي او په دغه غرض په بيلا بيلو سيمو کښې عمليات کوي چې دغه شان پرمختيائي سفر يقيني شي او دا چې ځائي اولس ته د تلپاتې امن خواږۀ ترلاسه شي.

د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه په شمالي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو په كاروائې كښې يو ترهګر وژلے شوے، وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه شوي . د پاك فوځ د اولسي اړيكو څانګې له مخې امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات وكړل. په دې مهال د سختو ډزو په تبادله كښې ترهګر صدام وژل شو.

د آئي ايس پي آر په بيان کښي وړاندې وئيلې شوي چې د ترهګر د قبضې څخه وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه شوي . هغه د آئي اي ډيز په ځائ كولو ماهر ؤ او د ترهګرې په كارروائيو، هدفي وژنو او تاوان لپاره په تښتونو كښې ككړ وو.

شیئر یې کړی