مونږ غواړو چې د پاكستان او هند اولس په امن كښې ژوند وكړي٬ چوهدري فواد حسېن

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې مونږ مينه كونكي خلك يو٬مونږ د امن خبره كوو٬مونږ غواړو چې د پاكستان او هند اولس په امن كښې ژوند وكړي, سمندرې پورې پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده٬سمندر پورې غاړه پاكستانيانو تېر كال ۳۱ ارب ډالر هېواد ته رالېږلي٬د پاكستان په معيشت كښې د هغوي ډېره لويه برخه ده٬عمران خان هم سمندر پورې پاكستانيانو سره ولاړ دے.
د دې خيالاتو څرګندونه ده دوبئي ايكسپو ۲۰۲۰ كښې پاكستان فلم فيسټول په اړه دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل چې سمندر پورې پاكستانيانو تېر كال ۳۱ ارب ډالر پاكستان ته رالېږلي, ده ووئيل چې د يو اے اي سره پاكستانيانو د روشن ډيجيټل پاكستان د لارې تر ټولو زيات رقم هېواد ته رالېږلي٬سمندر پورې پاكستانيان د پاكستان په معيشت كښې لويه برخه ده۔ده ووئيل چې څنګه چې سمندرې پورې پاكستانيان پاكستان سره ولاړ دي٬عمران هم دغسې سمندر پورې پاكستانيانو سره ولاړ دے٬مونږ به هر يو هغه كار كوو كوم سره چې د پاكستاني پاسپورټ عزت زياتېږي.
چودهري فواد حسين ووئيل چې په دستوره كښې د هندوستان څخه هم ډېر خلك دلته موجود دي مونږ هغوي ته هم هركلے وائيو, ده ووئيل چې مونل مينه كونكي خلك يو٬د امن خبره كوو٬مونږ دا منطقه وړاندې بوتلل غواړو٬مونږ غواړو چې د پاكستان او هند اولس د امن سره ژوند وكړي,ده ووئيل چې نن دلته د متحده عرب امارات نه ډېر خلك راغلې كومه چې د امن نښه ده.
دوي ووئيل چې ميوزك٬كلتور او كركټ مونږ يو بل سره تړي, ده وئيل چې ايكسپو كښې مونږ به سبا ۱۱ پاكستاني فلمونه وړاندې كوو۔ده په يو اے اي كښې مېشته پاكستانيانو ته ووئيل چې هغوي دې هره ورځ د پاكستان پويلين ته ته راشي٬هر ورځ به يو نوې پاكستان فلم د هغوي په انتظار وي, د يادونې وړ ده چې د ۲۱ جنورۍ څخه به تر ۱۱ فرورۍ پاكستاني فلمونه پاكستاني انكلو ژر كښې ښودلې شي