کرم:د پاک فوځ په مرسته د قوم علیشرزئی او تیندو ترمينځ شخړه حل کولو لپاره جرګه تابيا شوه

دکرم ايف سي ميس پاراچنار کښې دکرم ثالثي جرګې مشر ابرار جان طوري په مشرۍ کښې د قوم عليشيرزي او تيندو ترمينځ يوه لويه جرګه رابلل شوې وه چې پکښې ددواړو خواو په ګډون لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم برخه اخستې وه.

د امنيتي ځواکونو په مرسته د تيرو څلورو مياشتو راهيسې د جرګې مشران په دې هڅه کښې وو چې د دواړه قامونو نه واک واخلي د زمکې روانه شخړه امن سر ته اورسوي,د جرګې په هڅو نن دوي کامياب شو او دا چې دواړه ډلو خپل واک جرګې ته اوسپارلو.د واک اخستو روستو د شخړې ختمولو لار حواره شوې ده.

په دې موقعه د کرم ميډيئټر جرګې مشرانو وئيلي چې مونږ د ډپټي کمشنر ډاکټر آفاق وزير, اےاے سی سنټرل کُرم شهروز خان،کمانډنټ کُرم ملیشیاء امین الحق،ډی پی او کُرم ارباب شفیع الله جان، ډی ایس پی ظریف خان او نورو متعلقه چارواکو مننه کوو چې دې جرګه کښي مونږ سره هر قسمه مرسته يقيني کړې ده.دوي د دواړه قامونو هم شکريه ادا کړې چې د جرګې خبرې منلو ته تيار شوي دي.

شیئر یې کړی