قبائيلي سيمو کښې د لوبو ميدانونو لپاره د ۲ اربه روپو نه زياتو پروژې منظوري ورکړې شوې, محمود خان

د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چې په صوبه کښې د لوبو وده د هغه د حکومت له پيل راهيسي په لومړيتوبونو کښې شامله ده او په ملک کښې د موجوده انفراسټرکچر د بيا رغولو او ښه کولو لپاره د يوې مربوطې تګلارې لاندې کار کوي. ځوانانو ته د لوبو په برخه کښې د نورو ټولو اړینو اسانتیاوو برابرول او په ورزشي فعالیتونو کښې د هغوی د زیاتې برخې اخیستنې لپاره هڅول شوي دي .

د صوبايي حکومت د دې اقداماتو د تسليت وړ نتيجې مخې ته راغلې دي او په صوبه کښې په بېلا بېلو کچو د سپورټ په فعاليتونو کښې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د يو ويډيو کانفرنس په مهال کړې ده. په غونډه کښې د پاکستان سپورټس بورډ د اداري جوړښت د بیارغونې، د صوبو سره په مشوره د ملي سپورټ پالیسي د مسودې نهايي کولو او نورو اړوندو چارو په اړه یو لړ مهمې پرېکړې وشوې او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې مهمې لارښوونې وکړې.

په غونډه كښې د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا، د اطلاعاتو صوبائي وزير فرخ حبيب او د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان نه علاوه د سپورټ وزيرانو او د وفاقي يونټونو نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعلي وويل په خيبرپښتونخوا کښي تيرو دريو کالو کښي مختلفي سپورټي فعاليتونه شوي دي چي پکښي انډر ۲۳ ګيمز، انډر ۲۱ ګيمز، انډر ۱۶ ګيمز، نيشنل ګيمز، سپيشل ګيمز او بين الصوبائي لوبو نه علاوه ټيلينټ هنټ شامل دي.

په صوبه کښې د سپورټس انفراسټرکچر پروژو په اړه وزیراعلی اوویل چې د سل اربه روپو په منصوبه کار روان دی. دغه راز د ټولو ضلعو په کچه د سپورټس کمپليکسونو د جوړولو او بيا رغولو پروژې نه علاوه د تحصيل او يونين کونسل په کچه د سپورټس ميدانونو جوړولو کار هم په مکمله توګه روان دے

شیئر یې کړی