اين اے ۱۳۳:پي پي پي د ۲۰۱۸ ټاکنو په نسبت ۲۶ زره او ۷۲۸ ووټونه زيات ترلاسه کړي

په لاهور کښې د قامي اسمبلۍ حلقه این اے ۱۳۳ ضمني انتخاباتو کښې د مسلم لیګ نون شائسته پرویز ملک بریا ترلاسه کړې ده، خو د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو کښې د مسلم لیګ نون کمې رایې ترلاسه کړي دي، د غیر رسمي پایلو له مخې د پیپلز ګوند اسلم ګل په ۳۲۳۱۳ رایو سره دوهم راغلی.

د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کښې د این اے ۱۳۳ ضمني ټاکنو کښې مسلم لیګ (ن) ۴۲ زره ۸۸۸ رایې کمې وې، د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کښې د مسلم لیګ (ن) پرویز ملک ۸۹ زره ۶۹۹ رایې ترلاسه کړې وې، د پیپلز ګوند اسلم ګل د ۲۰۱۸ کال ټاکنو په پرتله ۲۶۷۲۸ رایې زیاتې وې، په داسې حال کښې چې هغه په ​​کښې ۵۵۵ رایې ترلاسه کړې وې. د ۲۰۱۸م ټولټاکنو کښې د پي ټي آئي اعجاز چوهدري ۷۷ زره ۲۹۳ ووټونه اخستي وو خو د این اے ۱۳۳ ضمني انتخاباتو کښې د پي ټي آئي هیڅ امیدوار میدان کښې نه وو.

ضمني انتخاباتو کښې د پي ټي آئي اميدوار جمشيد چيمه د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړې شوي وو او دا چې په دې ټاکنوي کښې ۱۸.۵۹ سلنه ووټ اچولې شوي دي,چودهري فواد حسين دغه شميره کمه ګرځولې او په مسلم ليګ ن او پي پي پي ئي نيوکې هم کړي دي.

شیئر یې کړی