لاهور:اين اے ۱۳۳ ضمني ټاکنو کښې د مسلم ليګ ن اميدوار کامياب شو,فواد چودهري نيوکې کړي

د مسلم ليګ (ن) مرکزي صدر ميا شهباز شريف، د مسلم ليګ (ن) مرکزي نائب صدر مريم نواز، پنجاب اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر حمزه شهباز او علي پرويز ملک په حلقه اين اے ۱۳۳ ضمني انتخاباتو کښې د مسلم ليګ (ن) د شائسته پرويز په کاميابۍ مبارکي ورکړې ده او دا ئي د راتلونکي ټاکنو لپاره ځيرے ګرځولې دے.

ياده دي وي چي اين اے ۱۳۳ نه د جمشيد چيمه او د هغه د ميرمني د نامزدګي کاغذونه مسترد کيدو نه پس په حلقه کښي د پي ټي آئي هيڅ اميدوار ميدان کښي نه وو.په این اے ۱۳۳ کښې پولنګ سهار اته بجې پېل شو او د مازدیګر تر پنځو بجو پورې یې له وقفې پرته دوام وکړو.

ولې بلخوا د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د لاهور په حلقه اين اے ۱۳۳ کښې د ووټ اچولو شرح ډېره کمه وه چې دا ثابتوي چې مسلم ليګ ن او پيپلز پارټي په خالي ميدان کښې هم لوبه نه شي ګټلي,په يو ټويټ كښې ده ووئيل د ټولې پروپېګنډې باوجود پي ټي آئي د ميدان حقيقي لوبغاړي دې او بې له ده نه ميدان وران دے.۔

شیئر یې کړی