د سيالکوټ پيښه د وحشت او بربريت تر ټولو ناوړه مثال دې٬حافظ طاهر محمود

په سيالكوټ كښې رامخې ته شوې پېښه د وحشت او بربريت تر ټولو ناوړه مثال دے ٬ په شرخوښو كښې ځينې هغه كسان هم موجود وو كومو چې د مجرمانو د منع كولو هڅه كوله٬ مونږ به د متحده علما بورډ پلېټ فارم لخوا هغوي ته شيلډز وركړؤ دغسې چې د دا ډول انساني جذبې لرونكو ډاډګيرنه وكړې شي.

د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خصوصي استازي حافظ طاهر محمود اشرفي په پنجاب انسټی ټیوٹ آف قرآن اېنډ سیرت سټډيز كښې په سيالكوټ كښی د رامخې ته شوې پېښې حوالې سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو, هغه ووئيل د متحده علماﺀ بورډ په غونډه كښې د ټولو مكاتب فكر او مذهبونو لارښود جمع شول او ټولو په جمع د دې پېښې غندنه وكړه.

دوي ووئيل په ذاتي توګه زه چيف جسټس ته خواست كوم چې دې پېښه كښې ككړو كسانو ته دې سخته سزا وركړې شي, هغه ووئيل د دې پېښې نه وروسته زمونږ سرونه له شرمه ښكته شوي دي ٬ وزيراعظم په ذاتي توګه د دې پېښی نوټس اخستې دې او د سخت ګام پورته كولو احكامات ئې جاري كړې دي٬ دغسې په خپل فرض ترسره كولو كښې كوتاهي كوؤنكي به هم پرېښودلې نه شي.

طاهر محمود اشرفي زياته کړه چې مونږ به د راروانې جمعې په خطبو كښې د دې پېښې غندنه كوؤ او سري لنكا سره به د خېر سګالۍ څرګندونه كوؤ, هغه ووئيل دې سره سره په ۷ دسمبر د دې پېښې حوالې سره په پېنډۍ كښې كنفرنس هم كولې شي, هغه زياته كړه چې د مذهبي چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې به يو پلاوې غمرازۍ لپاره د سري لنكا سفارتخانې ته هم ځي.۔

شیئر یې کړی