سيالکوټ:په خونړۍ پيښه کښې ککړ ملزمانو پيژندګلو شوې, ۱۱۸ تنان نيول شوي

د سيالکوټ خونړۍ پيښه که يو خوا په سياسي او مذهبي توګه د هيواد دننه غندلې شوې ده نو بلخوا پوليسو هم د ککړ ملزمانو نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي,پوليس وائي چې تر دې دمه د دوه سوو نه زياتې چهاپې وهل شوي دي چې پکښې يو سل اتلس تنان پوليسو په خپله ولقه کښې اخستي.

د پوليسو لخوا جاري شوي بيان ترمخه دغه پيښه يوه ترهګره پيښه ده چې پکښې يو تن په بې دردۍ سره قتل کړې شوې وو, پوليسو په سمدستي توګه عمليات پيل کړي او د بيلا بيلو سرچينو نه ئي ککړ ملزمان په نښه کړي دي چې پکښې تر دې دمه ۱۱۸ اونيول شو او دا چې د دوي په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج کړې شوې ده.

ياده دې وي چې تېره ورځ (جمعه) په سیالکوټ ښار کښې قهریدلو ډلو د سري لنکا یو اوسېدونکی پریانتها کومارا چې د سیمې په یوه کارخانه کښې یې دنده درلوده، وواژه او مړي ته یې اور ورته کړو.

له دې مخکې عمران خان، دغه برید یوهَ بوږنوونکې کړنه وبلله. ښاغلي خان ویلي، چې د پریانتا کومارا په نامه د دغه سړي په ژوندونې سوځونه د پاکستان لپاره د شرم ورځ ده او ژمنه یې کړې، چې په تړاو به یې د پلټنو بهیر پخپله وڅاري.

شیئر یې کړی