قبائلي ضلع مهمند:د سوشل ويلفيئر محکمې لخوا ۲۰ خصوصي تنانو ته وهيل چيئيرز ورکړې شو

سپېشل پرسنز د نړيوالې ورځې په مناسبت د غلنې هېډ کوارټر کېپټن روح الله شهيد سټيډيم کښې د ځوانانو يو خصوصي نندارتون اوشوه چې پکښې د فنانس ايډيشنل ډپټي کمشنر مير خواص خان وزير خاص مېلمه وو. نورو ميلمنو کښي د هلال احمر ضلعي سيکرټري فوزي خان، ضلعي سوشل ويلفيئر افسر عمران خان، د ايف آر ډي کوآرډينيټر راحت جان، انچارج سول ډيفنس محمد امين، د ټي ايم اے افسر سرار خان، انټرنيشنل بلائنډ کرکټر محسن خان، د ريسکيو فوکل پرسن ساجد الله، ضلعي يوتھ افسر محمد عثمان، صدر پي اي اين عالم خان، سپورټس منيجر په سټېج کښې محتج الله ساحل، سعید اختر، ضلعي پروګرام افسر عرفان الله، د ځنګلاتو څانګې چارواکو، صدر امید جاوید خان او د تعلیم څانګې ابراهیم خان نه علاوه استاذانو، زده کوونکو او خبریالانو ګډون کړی وو.

په دې موقع د خصوصي تنانو ترمينځ د منډې سيالۍ هم ترسره شوې چې په دې موقع د ځوانانو چارو امريت او رياستونو په مرسته بېلابېل سټالونه هم اېښودل شوي ووچې پکښې د ژغورني سامانونه، د خوراک او څښاک لوښي او داسې نور, د سركاري سکولونو كتابونه او لرغوني اثار چې ټوپك، توره هم شامل وو.

د خصوصي تنانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ ۲۰ تنه ویلچیرونه وویشل شول ,په دي موقعه مشر ميلمه دستورې ته خپله وينا کښي ووئيل چې د دوی مهمه برخه ده او د ټولو اسانتیاوو برابرول یې زمونږ لومړیتوب دی.

شیئر یې کړی