وزيرستان کښې به ډير زر ۳جي او ۴ جي بحال کړې شي, کور کمانډر پيښور

کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد په وانا جنوبي وزيرستان کښې د محسود قبيلې مشرانو سره ليدلي,په دې موقعه ځائي مشرانو د کور کمانډر تود هرکلې کړې او لوبګۍ ئي ورته په سر کړې ده, کور کمانډر په ډيره مينه د محسود مشرانو مننه کړې ده.

په دې موقعه کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد د محسود قبيلې مشرانو ته باور ورکړې چې د دوي ستونزې به په بنيادي توګه حل کولې شي او دغه شان د امن او پرمختګ لپاره به ټول وسائل کارولې شي.دوي وئيلي چې قبائيلي اولس سره به د ايمان او اسلام جذبه نوره هم مضبوطولې شي.

جنرل فيض حميد وئيلي چې دا وخت په وزيرستان کښې يو شمير پرمختيائي پروژې سرته رسيدلي دي او دغه شان ګڼ شمير نورو پروژو باندې هم کار روان دے کومې چې به ډير زر سرته اورسي.دوي دا خوشحبري هم ورکړې چې ډير زر به وزيرستان کښې د ۳جي او ۴ جي سروس بحال کړې شي ځکه چې د دغي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړې شوي دي.

د محسود قبيلې مشرانو په دي موقعه د کور کمانډر ليفټيننټ جنرل فيض حميد خصوصي شکريه ادا کړې او وئيلي ئي دي چې د تلپاتې امن لپاره د امنيتي ادارو هڅې د ستائينې وړ دي, دوي وئيلي چې قبائيلي اولس وړاندي هم د امنيتي ادارو سره څنګ په څنګ وو او بيا به هم ورسره اوګه په اوګه ولاړ وي.

شیئر یې کړی